سوداگري
د نفتي توکو بیې به ډېر ژر عادي حالت ته راټیټې شي
د افغانستان په بازارونو کې د نفتي توکو په ځانګړي توګه د تېلو د بيو له لوړېدو وروسته د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواکو ويلي، چې په نړيواله کچه د تېلو بيې لوړې شوي او هڅه کوي، چې ژر تر ژره خپل عادي حالت ته راټیټې شي.
د کابل ښار یو شمېر موټر چلوونکي له دې حالت څخه اندیښنه لري او د صنعت او سوداګرۍ وزارته غوښتنه کوي، چې دا ستونزې حل کړي.
موټر چلوونکي مدني ویلي: قیمتونه لوړ شوي ورځ تر بلي پر لوړیدو دي؛ بیخي حیران یوو کار نشته، خو قیمتونه په لوړیدو دي باید د کنترول لپاره يي تدابیر ونیول شي.
سراج نومی موټر چلوونکي ویلي: بیې ورځ تر بلي پر لوړیدو دي مونږ کوښښ کوو، چې کار وکړو؛ خو نه يي شو پوره کولی. حکومت باید د خلکو ستونزې په نظر کې ونیسي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید ويلي، چې مونږ پخپل سر قیمتو نه نهدي لوړ کړي؛ په نړیوال مارکیت کې قیمتونه لوړشوی یو بیرل اومه تېل له ۱۶۰ څخه ۲۸۸ ته لوړ شوي او روسیې هم د پطرولو استخراج بند کړی دی.
د کابل ښار د تېل پلورونکیو ټولني غړی حسیب الله وایي: قیمتونه لوړ شوي په رښتیا هم، خو دا د نړیوال مارکیت خبره ده؛ یوا زې په افغانستان کې نه په ټوله نړۍ کې قیمتونه لوړ شوي دي.
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ مونږ منو، چې د تېلو قیمتونه لوړ شوی، خو له نړیوال مارکیت څخه اوسهم ټیټ دي. مونږ له روسيې او منځنۍ اسیا هېوادونو سره قرار دادونه لرو، چې باوري یم قیمتونه به له دې زیات لوړ نه شي.
د اقتصادي چارو کار پوهانو هم د صنعت او سوداګرۍ له وزارته غوښتنه کړې؛ د هېواد د نفتي او خورا کي توکو پر مارکیتونو دې نظارت پراخه کړي، چې په کې د خصوصي سکتور د خپلسریو مخنیوی وشي.
