Connect with us

تازه خبرونه

د ننګرهار پر محبس ډله ییز وسلوال برید مرګ و ژوبله رامنځته کړې

خپور شوی

د

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چې د نن شپې د زندان په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د څلورمې امنیتي حوزې یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو پر شرط آریانانیوز ته ویلي، چې بریدګرو لومړی د زندان مخې ته موتربم برید چاودنه کړې او وروسته څو بریدګر زندان ته د ننه شول او نښته را منځته شوه.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل ویلي، چې تر دې دمه د پېښې له ځای څخه د جلال آباد حوزوي روغتون ته له شپاړس ډېر ټپیان او یو مړی رالیږدول شوي؛ خو د ځینو پپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د پېښې  لیدونکیو څرګنده کړې؛ د زندان مخې ته د پولیسو له یوه ټانک سره د یو تن موتر ټکر شو، چې دستي درز پورته شو.

دغه راز همهاله د ننګرهار پر هوايي ډګر توغندي لګیدلي او په شاوخوا کې  د ډزو غږونه هم  اوریدل کیږي.

امنیتي مسوولین پر هوايي ډګر توغندي او پر زندان ډله ییز وسلوال برید تائيدوي؛ خو نور معلومات نه ورکوي.

د چارواکو دا هم ویلي، چې د برید پرمهال ۵۰ ډېر بندیان تښتیدلي؛ خو ځینې بېرته نیول شوي دي .

داعش د ننګرهار ولایت پر محبس د ډله ییز برید پړه پر غاړه واخیسته .

د ننګرهار محبس د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې موقعیت لري.

تازه خبرونه

ازبکستان او ناروې د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار وکړ

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د افغانستان د ستونزو د حل په بهیر کې د منظمو خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

Published

on

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشوف د ناروې له نوي ټاکل شوې سفیرې هلنه سنډ انډرسن سره وکتل او د افغانستان په اړه یې د دوه اړخیزو همکاریو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د افغانستان د ستونزو د حل په بهیر کې د منظمو خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

د غونډې په لړ کې د ناروې سفیرې د افغانستان په اړه د ازبکستان د منسجم سیمه‌ییز دریځ جوړونې له هڅو ستاینه وکړه.

دغه راز په دې ناسته کې د افغانستان د ملي اقتصاد د بیارغونې او د سیمه‌ییزې نښلېدا په پروژو کې د دې هېواد د یوځای کېدا پر امکاناتو نظرونه تبادله شول.

دواړو خواوو په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ د ملاتړ لپاره د همکاریو او سیمه‌ییزو تعاملاتو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي د سعودي عربستان له سفیر سره په چین کې د کابل-اسلام‌آباد  پر مذاکراتو خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ متقي په اورومچي کې له پاکستاني لوري سره د وروستیو خبرو اترو په اړهد څرګندونو پر مهال هیله من شو، چې د تفسیر توپیرونه او ځینې کوچني تخنیکي مسایل به د خبرو د پرمختګ مخه ونه‌نیسي.

Published

on

Last Updated on: وری ۲۷, ۱۴۰۵

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي د ناستې پر مهال د چین په اورومچي ښار کې د سیمه‌ییزو بدلونونواو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو مذاکرانو  خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ متقي په اورومچي کې له پاکستاني لوري سره د وروستیو خبرو اترو په اړهد څرګندونو پر مهال هیله من شو، چې د تفسیر توپیرونه او ځینې کوچني تخنیکي مسایل به د خبرو د پرمختګ مخه ونه‌نیسي.

متقي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې مثبتې وارزولې او وایي، چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ اړیکې به په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې نورې هم پراخې شي.

د سعودي سفیر زیاته کړې، چې سیاسي او امنیتي ثبات او همدارنګه په افغانستان کې اقتصادي پرمختګونه خورا مهم دي او ریاض په دې برخو کې له افغانستان ملاتړ کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له افغانستان سره عملي او رغنده تعامل؛ د یوناما بنسټیزې هڅې او سیمه‌ییزه همکاري

د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.

Published

on

د ۲۰۲۱ ز.کال له بدلونونو نږدې پېنځه کاله وروسته، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې په چلند کې څرګند بدلون رامنځته شوی او د انزوا پر ځای عملي تعامل ورته د پام وړ ګرځېدلی دی.

د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.

یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څار لاندې پر درې بنسټیزو برخو راڅرخیږي؛ سیاسي تعامل، پر بشري حقونو څار او د بشري مرستو همغږي. په داسې حال کې، چې افغانستان له جدي اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو چارواکي ټینګار کوي؛ اوسنيو شته واقعیتونو ته پر پاملرنه، تعامل یوازنی عملي غوراوی دی. بندیزونه په ټوله کې ځانګړي اشخاص پر نښه کوي؛ خو د نړیوالې پېژندنې نشتوالی د پانګونې او اوږدمهاله پراختیا مخه نیسي.

سیمه‌ییزه همکاري په ځانګړي توګه له منځنۍ آسیا سره اړینه شوې؛ د سیمې هېوادونو د بشري لوژستیک، سوداګرۍ او بنسټیزو اړیکو په برخو کې خپل رول پراخ کړی او د ازبکستان ترمذ ښار د مرستو رسولو لپاره یو اړین مرکز ګرځېدلی دی.

په دې توګه د یو ګډ نړیوال چوکاټ رامنځته کېدا اوس هم ننګونکې ده؛ ځکه، چې د نړیوالو، سیمه‌ییزو او افغان چارواکو ترمنځ بېلابېل لیدلوري شتون لري.

یوناما ټینګار کوي، چې د باور له نشتوالي سره – سره د خبرو اترو لارې خلاصې پاتې دي.

دغه راز د سیمه‌ییز پرمختګ لپاره یو پراخ جوړښت هم مخ پر ښکاره‌کېدا دی. د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د ملګرو ملتونو سیمه‌ییز مرکز پر ۲۰۲۵ ز. کال په الماتا کې د انټونیو ګوټرش او قاسم-جومارت توکایوف پر ملاتړ پرانیستل شو، چې موخه یې په منځنۍ آسیا کې پر اوږدمهاله لومړیتوبونو تمرکز دی.

په ټولیزه توګه دا بدلونونه له افغانستان سره د تدریجي او منظم تعامل پر لوري د چلند بدلون پر ګوته کوي او ښیي، چې نور دا هېواد د ګواښونو سرچینه نه‌، بلکې د فرصتونو د ځای په توګه لیدل کیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!