تازه خبرونه

د نوي لمریز کال په تله کې به د غزني پارلماني ټاکنې تر سره شي

Published

on

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ډاګه کړې؛ د غزني ولایت د ولسي جرګې او د ټول هېواد د ولایتي، ولسوالیو شوراګانو او ښاروالیو ټاکنو طرحه وروستۍ شوې او ټاکل شوې، چې دا ټاکنې به د  ۱۴۰۰ لمریز هجرې کال د تلې په میاشت کې تر سره شي.

دوی غواړي، چې ولایتي شوراګانې قانوني شي.

کمیسیون له حکومته غواړي، چې د امنیت او بودجې په برخو کې له دوی سره همکاري وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي؛ د غزني او ولایتي شوراګانو د ټاکنو عملیاتي طرحه وروستۍ او ولسمشرۍ ته لېږل شوې ده.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د ټاکنې د ترسره کولو لپاره د  ۱۴۰۰ لمریز د تلې میاشت غوره شوې او د دې پروزې سند له یوناما لاسلیک شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا محمد عبدالله ټینګار کوي، چې دا ټاکنې دوه یم پړاو نلري او لګښت به یې له تېرو ټاکنو کم وي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب رحمان ننګ ویلي؛ ۱۹ میلیون ډالر د غزني لپاره په پام کې نیول شوي او اتیا میلیون ډالر د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ته؛ خو دا بودجه وروستۍ نده او د بدلون وړ ګڼل شوې. مونږ د خپلو ونډوالو حکومت او یوناما ملاتړ خپل کړی او ناستې مو روانې دي.             

کمیسیون دا ټینګار هم کړی، چې د دې ټاکنو د امنیت ساتنه او د لګښتونو برابرول د حکومت مسوولیت دی او ژر به له امنیتي بنسټونو سره  د ټاکنو د امنیت په اړه غونډه ولري.

Trending

Exit mobile version