تازه خبرونه
د نړۍ قوتونه زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګونو د مخنیوي هڅې کوي – ملا برادر
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې د نړۍ ستر قدرتونه هڅه کوي، چې د اسلامي امارت د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي.
ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له روزنيز مرکز څخه د ملي اردو د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وړاندې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: د نړۍ ستر قدرتونه اسلامي امارت ته د شک پر سترګه ګوري او اوس هم هڅه کوي، چې زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي؛ خو مونږ او تاسې باید ویښ او بیدار اوسو.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ نږدې درې کاله تېر شول؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ د افغانستان پر بانکي سکټور لګول شویو بندیزونو د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
نړيوالې ټولنې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د حقونو خوندیتوب او د يوه ټولګډونه حکومت جوړول خپل شرطونه ایښي دي.
اسلامي امارت هم څرګنده کړې، چې د ښځو حقونه د شریعت له مخې تضمین شوي او په کابینه کې بېلابېل قومونه پراخ حضور لري.
