Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د نړۍ مشرانو د امریکا او ایران د سولې د هوکړې له اعلان هرکلی وکړ

د راپورونو له مخې، واشنګټن او تهران له څه باندې درې میاشتني کړکېچ وروسته د یکشنبې پر ورځ د شخړې د سمدستي او دایمي پای ته رسولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. ټاکل شوې، چې دا هوکړه د جمعې پر ورځ په سویس کې رسماً لاسلیک شي او ورپسې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه بشپړېدونکې خبرې اترې پیل شي.

خپور شوی

د

د نړۍ مشرانو د امریکا او ایران ترمنځ له هغې نوې هوکړې هرکلی کړی، چې موخه یې د جګړې او سیمه‌ییزو کړکېچونو پای ته رسول دي. تمه ده، چې دا هوکړه پر ایران د بندیزونو نرمېدا او د هرمز تنګي بشپړې پرانیستنې ته لاره هواره کړي.

د راپورونو له مخې، واشنګټن او تهران له څه باندې درې میاشتني کړکېچ وروسته د یکشنبې پر ورځ د شخړې د سمدستي او دایمي پای ته رسولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. ټاکل شوې، چې دا هوکړه د جمعې پر ورځ په سویس کې رسماً لاسلیک شي او ورپسې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه بشپړېدونکې خبرې اترې پیل شي.

یو شمېر اروپايي هېوادونو ویلي، که ایران د خپلو اټومي فعالیتونو په محدودولو کې همکاري وکړي، دوی به د دغه هېواد پر وړاندې د لګېدلو اقتصادي بندیزونو د یوې برخې د لرې کولو امکان وڅېړي.

د قطر، سعودي عربستان، ترکیې او ملګرو ملتونو مشرانو له دې پرمختګ هرکلی کړی او د هرمز تنګي پر ژر پرانیستل کېدا یې ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اعلان کړی، چې انتونیو ګوتریش د دې هوکړې هرکلی کړی او دا یې «د شخړې د سوله‌ییز حل پر لوري یو اړین ګام” بللی دی.

د قطر چارواکو له دې هوکړې هرکلی کړی او هغه یې د تلپاتې سولې، په هرمز تنګي کې د کښتۍ چلونې د آزادۍ او د سیمې او نړۍ د اقتصادي ودې لپاره یو مثبت ګام بللی دی.

همداراز د بریټانیا لومړي وزیر کی‌یر سټارمر او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم له هوکړې هرکلی کړی او د هغې د ټولو مادو پر بشپړ پلي کېدا او د هرمز تنګي پر دوامدارې پرانیستنې یې ټینګار کړی دی.

د آلمان لومړي وزیر فریدریش میرتس دغه تړون یوه «لویه ډیپلوماټیکه لاسته راوړنه» وبلله او څرګندوي، چې دا پرمختګ کولی شي د یو ډېر متحرک نړیوال اقتصاد او یو ډېر خوندي منځني ختیځ لپاره لاره هواره کړي.

دغه راز جاپان او نیوزیلنډ هم له دې هوکړې هرکلی کړی او په هرمز تنګي کې یې د ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او د سمندري تګ راتګ د آزادۍ پر تضمین ټینګار کړی دی.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس دا هوکړه په منځني ختیځ کې د «نوې دورې» پیل بللی او هیله یې ښودلې، چې د تاوتریخوالي کمېدل به د سیمې ثبات پیاوړی او د نړۍ په بازارونو کې د انرژۍ بیې راټیټې کړي.

هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له اړینو لارو څخه ګڼل کېږي او ځانګړی ارزښت لري.

د تېلو نړیوالو بازارونو هم دې هوکړې ته مثبت غبرګون ښودلی دی.

د خبر له خپرېدا وروسته د امریکا د اومه‌تېلو بیه راکمه شوې، چې له کبله یې د انرژۍ په بازارونو کې د نور ډېر ثبات هیلې پیاوړې شوې دي.

کارپوهان دا هوکړه د روان کال له مهمو سیاسي او ډیپلوماټیکو بدلونونو څخه بولي او باور لري، چې د منځني ختیځ د کړکېچونو په کمېدا کې به مهم رول ولوبوي.

د دې هوکړې اعلان په داسې حال کې کېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ وروستیو شخړو د سیمې د امنیت، د نړۍ د سوداګرۍ او د انرژۍ د بازارونو په اړه پراخې اندېښنې راپارولې دي.

سیمه ییز خبرونه

د امریکا د پراخو هوايي بریدونو په غبرګون کې ایران د امریکا پر خلیجي اډو بریدونه وکړل

دا وروستۍ نښته د روان کال د جګړې له پیل راپدېخوا تر ټولو سختو پوځي بریدونو څخه بلل کېږي او سره له دې، چې د اوربند د ټینګښت لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي؛ د سیمې د ثبات په اړه یې نوې اندېښنې راپارولي دي.

Published

on

 

امریکا د دوشنبې په لومړیو ساعتونو کې پر ایران د هوايي بریدونو څو پړاوونه ترسره کړل او پوځي بنسټونه یې وویشتل. واشنګټن وایي، دا بریدونه په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې باروړونکې بېړۍ د ایران د وروستي برید په غبرګون کې شوي دي. ایران هم د منځني ختیځ په بېلابېلو هېوادونو کې، چې امریکايي ځواکونه په کې مېشت دي؛ توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې وتوغولې.

دا وروستۍ نښته د روان کال د جګړې له پیل راپدېخوا تر ټولو سختو پوځي بریدونو څخه بلل کېږي او سره له دې، چې د اوربند د ټینګښت لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي؛ د سیمې د ثبات په اړه یې نوې اندېښنې راپارولي دي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ(سینټکام) د څرګندونو له مخې؛ په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ پوځي هدفونه، چې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو مرکزونه، د مهماتو زېرمې، مخابراتي مرکزونه او نور پوځي تأسیسات په کې ول، ویشتي دي.

سینټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هرمز تنګی د نړیوالې سوداګرۍ لپاره یو حیاتي سمندري دهلېز دی او ایران پرې واک نه‌لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکايي ځواکونه د سوداګریزو بېړیو د آزاد تګ راتګ د خوندي کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو بریدونو په دفاع کې له ان‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي:« تېره شپه مو پرې ډېر سخت بمبارډ وکړ.»

ایراني دولتي رسنیو د دوشنبې پر سهار د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له چاودنو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی.

په ځوابي بریدونو کې ایران بحرین، کویټ، قطر او متحده عربي امارات پر نښه کړل.

په بحرین کې د خبرداري زنګونه وغږېدل، کويټ وویل؛ هوايي دفاع یې راتلونکي توغندي شنډ کړي او د متحده عربي اماراتو پوځ هم اعلان وکړ، چې د ایران توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې یې له منځه وړې دي. د تلفاتو او لویو زیانونو په اړه سمدستي راپور نه‌دی خپور شوی.

د ایران سپاه پاسداران هم تائید کړې، چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې ځوابي عملیات پیل کړي دي.

هرمز تنګی اوس هم د دې کړکېچ اصلي محور ګڼل کېږي.

ایران ټینګار کوي، چې د دې تنګي د تګ راتګ د تنظیم واک لري او مخکې یې د دې لارې له کاروونکو بېړیو د لګښت اخیستو ګواښ کړی و؛ خو امریکا وایي، نړیوال سمندري تګ راتګ باید له خنډ پرته روان وي.

د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي:« د یو اړخیزو هوکړو پېر پای ته رسېدلی. مونږ درته ویلي وه، چې یا پخپلو ژمنو ودرېږئ او یا یې بیه ورکړئ.»

که څه هم ایران د هرمز تنګي د تړل کېدا اعلان کړی؛ خو امریکايي چارواکي وایي، سوداګریزې بېړۍ اوس هم د امریکايي سمندري ځواکونو تر ساتنې لاندې د عمان ساحل ته نږدې له بدیلو لارو تګ راتګ کولی شي.

پر بېړیو دوامداره بریدونو نړیوال سمندري لېږد او د انرژۍ بازارونه اغېزمن کړي، خو د نفتو بیې د جګړې له لومړنیو لوړو کچو بېرته راټیټې شوې دي.

دا پوځي بدلونونه داسې مهال رامنځته شوي، چې نړیوال منځګړي د ۶۰ ورځني لنډمهالي اوربند د ساتلو او د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې روانې ساتلې دي.

پاکستان، قطر او مصر هم د جګړې د پراخېدا د مخنیوي لپاره په دغو هڅو کې ښکېل دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش، خبرداری ورکړی، چې د پراخې جګړې بیا پیل به د سیمې لپاره «ناوریني پایلې» ولري.

ویل کیږي؛ د ایران نوي ستر رهبر آیت‌الله مجتبی خامنه‌يي د خپلې دندې له پیل وروسته په لومړۍ عامه وینا کې ژمنه کړې، چې د آیت‌الله علي خامنه‌يي د وژل کېدا غچ به اخلي او د «بهرني تېري» پر وړاندې به ټینګار روان ساتي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران او امریکا د کړکېچ نوي پړاو پیل شو

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې د امریکا د بریدونو د درېیم پړاو په ځواب کې د عمان د دُقم بندر د ملاتړ او سون توکو رسولو هغه مرکزونه پر نښه کړل، چې د امریکا الوتک‌ولرونکو بېړیو کارول او دا ادعا هم کوي، چې دغه تاسیسات یې له منځه وړي دي.

Published

on

د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ په لړ کې امریکايي ځواکونو د ایران د پوځي هدفونو پر ضد د بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی. دغه اقدام په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ له برید وروسته شوی؛ هغه برید، چې واشنګټن یې پړه پر تهران اچوي.

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې د امریکا د بریدونو د درېیم پړاو په ځواب کې د عمان د دُقم بندر د ملاتړ او سون توکو رسولو هغه مرکزونه پر نښه کړل، چې د امریکا الوتک‌ولرونکو بېړیو کارول او دا ادعا هم کوي، چې دغه تاسیسات یې له منځه وړي دي.

دغه راز د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ(سنټکام) ویلي، چې پر ایران یې د بریدونو درېیم پړاو پای ته رسولی دی.

سنټکام ویلي، په دې عملیاتو کې یې شاوخوا ۱۴۰ پوځي هدفونه، چې د راکټونو او بې‌پیلوټه الوتکو اډې، سمندري تاسیسات، د مهماتو زېرمې، د مخابراتو شبکې او د ساحلي څارنې مرکزونه په کې شامل دي؛ پر نښه کړي دي.

سنټکام دا ادعا هم کړې، چې له تېرو درې شپو راپدېخوا یې په ټولیزه توګه ایران کې له ۳۰۰ څخه ډېر پوځي هدفونه تر برید لاندې راوستي دي.

د امریکا پوځ ویلي، له دغو عملیاتو موخه په هرمز تنګي کې سوداګریزو بېړیو ته د ګواښ پېښولو لپاره د ایران د وړتیاوو کمزوري کول دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

امریکا پر ایران تازه بریدونه کړي؛ ایران پر کویټ او بحرین توغندیز او بې‌پیلوټه بریدونه کړي

دغه بریدونه څو ساعته له هې وروسته وشول، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د ده پر باور له ایران سره لنډمهالی اوربند نور پای ته رسېدلی دی.

Published

on

د امریکا پوځ اعلان کړی، چې د هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ د خوندي ساتلو لپاره یې پر ایران د بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی. واشنګټن وایي، دغه بریدونه د سې‌شنبې پر ورځ په دې نړیوالې اوبلاره کې پر درې بار وړونکو بېړیو د شوي برید په غبرګون کې ترسره شوي دي.

دغه بریدونه څو ساعته له هې وروسته وشول، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د ده پر باور له ایران سره لنډمهالی اوربند نور پای ته رسېدلی دی.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ(سېنټکام) په ایکس‌پاڼه کې لیکلي؛ ځواکونو یې پر ایران نور بریدونه هم پیل کړي، چې د هرمز تنګي د بېړیو د آزاد تګ راتګ د ګواښولو لپاره د ایران وړتیا نوره هم راکمه کړي.

سېنټکام ایران د هرمز تنګي په نړیوالې اوبلاره کې پر سوداګریزو بېړیو او ملکي عملې د وروستیو بریدونو مسوول هم بللی دی.

له دغو بریدونو وروسته د ایران د سویلي ساحل څو ښارونه ویشتل شوي او د ځینو سیمو برښنا پرې شوې ده.

دغه رتاز ایران د دوه‌یمې پرله‌پسې ورځې لپاره پر کویټ او بحرین، چې د امریکا پوځي اډې په کې شته، راکټي او بې‌پیلوټه بریدونه کړي دي.

د کویټ دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونه د راکټونو او بې‌پیلوټه الوتکو په شنډولو بوخت دي. قطر هم د لنډ وخت لپاره د «لوړې امنیتي ګواښ» خبرداری ورکړ، خو څو ساعته وروسته یې وضعیت عادي اعلان کړ.

یوه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي؛ رویټرز ته ویلي، چې د امریکا د چارشنبې بریدونه به د سې‌شنبې تر بریدونو پراخ وي.

ډونالډ ټرمپ هم په «ټروت‌پاڼه » کې لیکلي:« دا بریدونه د ایران له لوري د بېړیو د پروني بمبارډ په ځواب کې ترسره شول. که دا کړنې تکرار شي، د امریکا ځواب به ډېر سخت وي.»

د هرمز تنګی، چې د جګړې له پیل مخکې د نړۍ شاوخوا پېنځمه برخه نفت ترې لېږدېدل، اوس هم پر ایران د فشار یو مهم اهرم ګڼل کېږي. که څه هم تهران پر بېړیو د بریدونو مسوولیت نه‌دی منلی؛ خو شنونکي وایي، ایران له دې ډول اقداماتو څخه په خبرو اترو کې د خپلې معاملې د ځواک د زیاتولو لپاره کار اخلي.

د ایران لوړپوړي مذاکره کوونکي محمد باقر قالیباف په ايکس کې لیکلي: «امریکا اوس هم نه‌ده زده کړې، چې زورواکي او پر ژمنو نه درېدل نور بې‌بیې نه‌دي. په ډاګه وایم؛ که ووهئ، نو ځواب به یې هم ووینئ.»

هغه زیاته کړې:« د هرمز تنګی یوازې د ایراني ترتیباتو له مخې پرانیستل کېږي، نه د امریکا پر ګواښونو.»

د بریدونو دې نوي پړاو هغه هیلې کمزورې کړې، چې د جون پر اووه‌لسمه لاسلیک شوې هوکړه به پر تلپاتې هوکړې بدله شي او جګړه به پای ته ورسوي. دغه جګړه د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته پیل شوې وه.

ټرمپ له دې مخکې، په ترکیه کې د ناټو له غونډې مخکې د دې هوکړې د برخلیک په اړه ویلي وه:« زما په اند، دا هوکړه نوره پای ته رسېدلې ده. نور نه غواړم له ایران سره خبرې وکړم.»

هغه با هم ویلي وه:« ان که له ایران سره هوکړې ته ورسېږو؛ ډاډه نه‌یم، چې هغه به پرې عمل وکړي. زه هغوی د باور وړ لوری نه‌ګڼم.»

سره له دې هم ټرمپ ویلي، چې د پراخې جګړې د بیا پیل تمه نه‌لري او اوس هم څرګنده نه‌ده، چې د دایمي هوکړې لپاره خبرې به دوام وکړي که نه.

هغه زیاته کړې:«فکر نه کوم جګړه بیا پیل شي. هر څه، چې وشي ډېر ژر به پای ته ورسېږي او په پایله کې به امنیت، په ځانګړي توګه د تېلو د بازار امنیت؛ نور هم ټینګ شي.»

له بریدونو وروسته د تېلو بیه نږدې یو سلنه لوړه شوه او د هر بېرل بیه ۷۸ اعشاریه ۸۰ ډالرو ته ورسېده؛ خو اوس هم د اپرېل د وروستیو له څه باندې ۱۲۰ ډالرو ریکارډ څخه ټیټه ده.

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې ډېری بریدونه د هرمز تنګي له ساحلونو تر عمان سمندر پورې سویلي سیمې ویشتل شوې دي.

بندرعباس، چې د ایران تر ټولو ستر بندر او د سمندري ځواکونو او سپاه پاسداران مهمې اډې په کې دي، او همدارنګه کنارک او چابهار، چې د پاکستان پولې ته نږدې دي؛ د بریدونو له هدفونو څخه ول.

د مهر خبري آژانس ویلي؛ د چابهار په ډېرو سیمو کې برښنا، چې د بریدونو له کبله پرې شوې وه؛ بېرته وصل شوې ده.

ایراني رسنیو هم د چابهار د سمندري ټرافیک د کنټرول برج له پر نښه کېدو خبر ورکړی دی.

د ایران دولتي رسنیو ویلي، چې د ایرانشهر پر هوايي ډګر په برید کې یو اوروژونکی وژل شوی دی. پرس ټلوېزیون هم راپور ورکړی، چې امریکايي برید د ایران په شمال کې د آق‌قلا ښار ته نږدې د اورګاډي یو پُل پر نښه کړی دی.

د امریکا د تازه بریدونو له پیل مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي وه، چې دغه بریدونه د هوکړې د مادو خلاف دي؛ ځکه د هوکړې یوه ماده د هرمز تنګي د بېړیو د خوندي تګ راتګ د میکانیزم د ټاکلو مسوولیت ایران ته سپاري.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمیسیون ویاند هم ویلي وه، چې د تهران د غچ اخیستونکو غوراویو له ډلې د اټومي وسلو د نه خپرېدا له تړون څخه وتل، د اټومي تګلارې بدلون او د باب‌المندب تنګي تړل شامل دي.

په ملګرو ملتونو ټولنه کې د ایران استازولۍ هم امنیت شورا ته په یوه لیک کې امریکا د« ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو ژمنو پر ښکاره سرغړونې » تورنه کړې او څرګندوي، چې د واشنګټن بریدونو د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه ماته کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117