نړۍ
د نړۍ ۵۰ کلن خېرن سړی په ۹۴ کلنۍ کې مړ شو
د ایران ایرنا خبري آژانس د لړم پر ۳ / د اوکتوبر ۲۵ څرګنده کړې؛ هغه عمو حاجي، چې له نیمې پېړۍ ډېر وخت یې ځان نه و مينځلی او مجرد ژوند یې کاوه؛ د یکشنبې پر ورځ د فارس ولایت په دژګاه کلي کې مړ شو.
یادې خبري سرچینې د یوه سیمه ییز چارواکي د څرګندونو له مخې ویلي، عموحاجي د ناروغه کېدو له وېرې له اوبو ډډه کړې وه؛ خو د لومړي ځل لپاره څو میاشتې مخکې د دژګاه اوسیدونکیو ځوانانو هغه ومینځلو.
هغه د تازه خواړو له خوړلو ډډه کوله. عمو حاجي فکر کاوه، چې د بدن روغتیا د هغه له خېرنتیا سره تړلې ده.
د دغې دولتي ایرانۍ رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۱۳ ز. کال کې یوې ایرانۍ رسنۍ د دغه سړي پر ژوندانه د عمو حاجي عجیب ژوند نومی یو مستند فلم جوړ کړی دی.
ویل کیږي، چې دغه بوډا سړي واده نه و کړی؛ له خلکو او ټولنې یې ډډه کوله او کلونه کلونه یې د دژګاه کلي د یوې کنډوالې په آزاده چاپېریال کې تېر کړل.