تازه خبرونه
د نړۍ ۷۷ هېوادونو په افغانستان کې پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو لرې کېدا وغوښته
د نړۍ اووه اویا هېوادونو او اروپايي ټولنې په یوه ګډه اعلامیه کې پر اسلامي امارت غږ کړی، چې په سمدستي توګه پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لغو کړي.
دغه اعلان د سې شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په درېیمه کمیته کې د عربي متحده اماراتو استازې په وینا کې وړاندې شوه.
په اعلامیه کې راغلي: مونږ د طالبانو (اسلامي امارت) د سپارښتونو په اړه، چې په نړۍ کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض، ظلم او تاوتریخوالي تر ټولو سخت او سیستماتیکه بڼه ده ژوره اندېښنه لرو. ښځې او نجونې له خپلو بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو څخه بې برخې دي، چې په کې زدهکړې، کار، د تګ راتګ ازادي او په عامه ژوند کې د دوی بشپړ، مساوي او معنی لرونکي ګډون شامل دي. ښځې له خپل ژوندانه او نجونې له خپل راتلونکي بې برخې دي.
په اعلامیه کې راغلي: مونږ پر طالبانو (اسلامي امارت) غږ کوو، چې ژر تر ژره هغه تګلارې، کړنې، فرمانونه او نورې اعلامیې لغو کړي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو بشري حقونه او ازادۍ تر پښو لاندې کوي او د تناسب او غیر تبعیض له اصولو سره په ټکر کې دي.
يادو هېوادونو دا ټینګار هم وړاندې کړی، چې د مذهب د ازادۍ اصولو ته ژمن دي؛ خو بايد ناوړه ګټه ترې پورته نهشي.
دغه راز زیاته شوې: د مذهب یا عقیدې له ازادۍ څخه باید هیڅکله د ښځو او نجونو پر وړاندې ناوړه ګټه پورته نهشي. د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د طالبانو (اسلامي امارت) فرمانونه له اسلامي ارزښتونو او له نړیوالو بشري حقونو سره په ټکر کې دي.
اسلامي امارت تل په دې اړه ویلي، چې د شریعت په چوکاټ کې د تعلیم او کار په ګډون د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره ژمن دی.