تازه خبرونه

 د نیکاراګوا ولسمشر له سیلابونو وروسته د اسلامي امارت رهبر ته خواخوږي څرګنده کړې

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۳, ۱۴۰۳

په چین کې د افغانستان سفارت ويلي، چې د نیکاراګوا ولسمشر په افغانستان کې د سېلابونو له کبله د اسلامي امارت رهبر مولوي هبةالله اخوندزاده د خواشینۍ پیغام استولی دی.

د سفارت د هغې خبرپاڼې پر بنسټ، چې نن (شنبه د غوایی نهه‌ویشتمه) خپره شوې، دغه پیغام په چین کې د نیکاراګوا سفیر مایکل کیمپل د افغانستان سفیر بلال کریمي ته سپارل شوی دی.

په دغه پیغام کې د نیکاراګوا ولسمشر دانیل اورتیګا له سیلاب ځپلیو سره د خواخوږۍ پر څرګندولو له اسلامي امارت سره د ښو اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا خوښي څرګنده کړې ده.

د نیکاراګوا سفیر څرګنده کړې؛ د نیکاراګوا خلکو هم د افغانانو په څېر د استعمار پر وړاندې له سختې مبارزې وروسته خپلواکي ترلاسه کړه، چې د دواړو هېوادونو ګډ ټکی دی.

له بلې خوا په چین کې د افغانستان سفیر بلال کریمي ویلي، چې د نیکاراګوا د ولسمشر د تسلیت پیغام به د اسلامي امارت مشر ته ورسوي. نوموړي له دغه هېواد سره د ښو اړیکو د ساتلو ډاډ هم ورکړ.

کریمي ټینګار کړی، چې د لاتینې امریکا ټول هېوادونه مهم دي؛ خو په دې برخه کې د نیکاراګوا پرمختګ یو مثبت او د ستایلو وړ نوښت دی.

Trending

Exit mobile version