سیمه ییز خبرونه
د هرات له والي او ښاروال څخه يو يې بايد له خپلې دندې گوښه شي
د هرات د دغو دو لوړ پوړو چارواكو تر مينځ اختلافونو د ولسي جرگې غړو ته هم اندېښنې پېدا كړې.
په ولسي جرگه كې د هرات د خلكو استازې ناهيد احمدي فريد وايي:
د هرات د والي او د دغه ولايت د ښاروال تر مينځ د اختلافونو له امله د هرات خلك زيانمن شوي دي.
نوموړې زياتوي، چې د ولسي جرگې د يو شمېر غړو تر مېنځ خبرې شوې او دې پاېلې ته رسېدلي دي، چې د هرات له والي او ښاروال څخه يو يې بايد له خپلې دندې څخه گوښه شي.
نوموړې همدارنگه وايي، چې د هرات د يو شمېر نورو سيمه ييزو چارواكو تر مېنځ هم اختلافونه موجود دي، چې بايد په جدي توگه ورته پاملرنه وشي.
په همدې وخت كې د هرات د والي وياند محي الدين نوري او د هرات ښاروال محمد سليم تره كي په دې ټينگار كوي، چې د دوى تر مېنځ اختلافونه سليقوي بڼه نه لرې بلكې د بيا رغونې په پروژې پورې تړلي دي.
په همدې وخت كې د هرات يو شمېر اوسېدونكې بيا وايي، چې د هرات د والي او د دغه ولايت د ښاروال تر مېنځ د اختلافونو له امله د دوى حقوق له پښو لاندې شوې دې او دا اختلافونه د دې لامل شوې، چې په دغه ولايت كې سلگونه د بيا روغونې پروژې پلې نشي.
