تازه خبرونه

د هرات والي او د ترکمنستان د کونسلګرۍ مرستیال پر ټاپي پروژې او ګډ نندارتون خبرې وکړې

د هرات ولایت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې، چې په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ د رییس په حضور کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

Published

on

 

د هرات والي نور احمد اسلام‌جار د ټاپي پروژې له مشر او د ترکمنستان د کونسلګرۍ له مرستیال بګنج عبدالله‌یوف سره د ټاپي پروژې د پرمختګ او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د هرات ولایت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې، چې په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ د رییس په حضور کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د هرات والي همداراز د افغانستان د تورغنډۍ او د ترکمنستان د سرحدآباد په سیمو کې د افغان ـ ترکمن ګډ نندارتون د جوړېدا وړاندیز وکړ او څرګندوي؛ دا نندارتون کولی شي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د پېژندلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مناسب فرصت برابر کړي.

دغه راز بګنج عبدالله‌یوف د ټاپي پروژې د چارو په پرمختګ کې د هرات د سیمه‌ییزو چارواکو له همکاریو مننه کړې او څرګندوي، چې دغو همکاریو د دې مهمې پروژې د چارو په چټکتیا کې اغېزناک رول لوبولی دی.

هغه د ګډ نندارتون له وړاندیز هرکلی کړی او زیاته وي؛ دا طرحه به د ترکمنستان له اړوند چارواکو سره شریکه شي، چې له ارزونې وروسته یې د عملي کېدا په اړه پرېکړه وشي.

د کتنې په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر دوام، د اقتصادي اړیکو پراختیا او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو پروژو د ښه پلي کېدو لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version