تازه خبرونه

د هرات پر پاشدان بند په برید کې درې سرتېري وژل شوي

Published

on

د اوبو ادارې ویاند نظام خپلواک ویلي، چې نن سهار( د کب ۲۶) وسلوالو مخالفانو د پاشادان پر بند برید کړی؛ درې امنیتي سرتېري یې وژلي او یو بل ټپي دی.

خپلواک زیاته کړې، چې دا برید سهار وختي  رامنځته شوی او له برید وروسته څلور نور سرتېري ورک شوي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي د ویډیوي څرګندونو له مخې؛ بند ته نږدې پر یوامنیتي پوستې برید شوی دی.

نوموړي پر ځاني زیان څه ونه ویل؛ خو څرګندوي، چې امنیتي ځواکونو د وسلوالو پر وړاندې عملیات پیل کړي، چې اوس هم روان دي.

وحید قتالي د برید پړه د هېواد پر دښمنانو اچولې ده.

تراوسه د پېښې مسوولیت هیچا پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version