تازه خبرونه
د هلوترست ماین پاکۍ موسسې سلګونه پخواني طالب جنګیالي استخدام کړي
د برتانیا هلو ترست ماین پاکۍ موسسې سلګونه طالب جنګیالي د ماینونو پاکولو لپاره پر کار ګمارلي دي.
په هلمند ولایت کې د برتانیا پخوانی قومندان جیمز کوآن، چې اوس د یادې موسسې مشر دی؛ ډیلي میل ته ته په ډاګه کړې: هغه مهال، چې په دې ولایت کې د برتانیايي ځواکونو قومندان وم؛ که څه ۶۴ سرتېري مو د طالبانو لخوا وژل شوي، خو اوس هغه طالبان، چې ماینونه پاکوي له مونږ سره ګډه موخه لري او دوی ښه خلک دي.
دې موسسه شاوخوا ۳۵۰ پخواني طالب جنګیالي ګمارلي، چې هره میاشت ۳۰۰ دالرعاید لري.
دغه راز کوآن د برتانیا له حکومته غوښتي، چې زرګونه پخوانيو طالب جنګیالیو ته د ځمکنیو ماینونو پاکولو لپاره پیسې ورکړي؛ ځکه، چې دا به کاري زمینې رامنځته کړي.
د دیلي میل د څرګندونو له مخې؛ کوآن د بریتانیا د بهرنیو چارو د پخواني وزیرملاتړ لري.
کوآن په ډاګه کړې؛ د انګلستان حکومت د دې وړتیا لري، چې زرګونه پخواني طالب جنګیالي عادي ژوند ته راوګرزوي.
د هالو ترست موسسې ۳۰ کلن کارمند فرید ويلي، چې اوسمهال په دې خیریه موسسې کې شاوخوا ۲۳۰۰ ماین پاکوونکي دنده تر سره کوي.
د فرید د څرګندونو له مخې: اوسمهال ۳۵۰ ماین پاکوونکي، چې له هالو ترست سره کار کوي یا طالبان ول او یا له کومې بلې ډلې سره یې تړاو درلود.
فرید دا هم ویلي، چې تردې دمه دې موسسې نږدې ۸۵۰ زره ماینونه شنډ کړي دي.
فرید زیاته کړه، چې له طالب جنګیالیو سره د کار کولو په اړه یې دلته د ناامنۍ احساس ندی کړی؛ ځکه، چې د ګومارلو او استخدام له پوره چاڼ تېر شوي دي.
فرید په ډاګه کړې، چې یوازې کس په هالو ترست موسسه کې له روزنې وروسته د جګړې ډګر ته ستون شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ جګړه د ایدیالوژۍ لپاره نده، بلکې د غربت له کبله ده.
فرید ويلي، چې پخواني جنګیالي ښه کارمندان دي او د سیمې جغرافیه هم ښه پېژني او له همدې کبله دا خلک په خپلو سیمو کې د ماینونو د پاکولو لپاره کومارل شوي دي.