تازه خبرونه

د هند او عربستان بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه خبرې کوي

Published

on

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود هند ته په درې ورځني سفر تللی او ټاکل شوې، چې له هندي چارواکو سره د افغانستان په اړه بحث او خبرې وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې آل سعود به نن (یکشنبه د وږي ۲۸ / د  سپټمبر ۱۹) د هند د بهرنیو چارو له وزیر ایس جی شنکر سره او د دوشنبې پر ورځ له لومړي وزیر نریندرا مودي سره خبرې وکړي.

باخبره سرچینې وايي؛ په دې لیدنو کې تمه کیږي، چې افغانستان د دواړو خواوو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د خبرو اصلي تمرکز وي.

هند ته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر سفر په داسې حال کې کیږي، چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له طالبانو سره په حکومت کې د ټولو قومونو پر ونډه او واک خبرې کړي؛ خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version