تازه خبرونه
د هند د بشري مرستو درېیمه ټولګه کابل ته راورسېده

د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو ویلي، چې د هند د بشري مرستو درېیمه ټولګه کابل ته راورسېده.
د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د هند له بشري مرستو مننه وکړه.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې هېواد یې له افغانانو سره د ښو اړیکو ساتلو او له هغوی سره د بشري مرستو د برابرولو لپاره ژمن دی.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې؛ هند د روغتیا نړیوال سازمان له لارې افغانستان ته ۱.۶ ټنه طبي مرسته لېږلې ده.
د یادولو ده، چې هندوستان تېره اوونۍ اندراګاندي روغتون ته د کرونا واکسین ۵۰۰ زره خوراکه وسپارل.
تازه خبرونه
په کابل ښار کې چاودنې یو کس ټپي کړ

کابل پولیسو څرګنده کړې، چې د کابل ښار استقلال هوټل ته څېرمه چاودنه شوې.
د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ په دې چاودنه کې یو هېوادوال زخمي شوی.
سیمې ته امنیتي ځواکونه رسیدلي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
ویل کیږي، چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د استقلال هوټل مخې ته د اسلامي امارت د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د مړینې د شپږم تلین په مناسبت د جوړې شوي غونډې پر مهال شوی.
تر دط دمه د چاودنې مسوولیت کومې دلې ندی منلی.
تازه خبرونه
مولوي متقي او امریکایي استازيو د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې وکړې

مولوي امير خان متقي او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ او د ښځو لپاره د دوی ځانګړې استازې رينا اميري ترمنځ په ټيليفوني خبرو کې دواړو لوريو پر اړوند موضوعاتو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ ټام ويسټ د افغانستان له مالي سکټور، په ځانګړي توګه بانکي او پولي نظام سره د خپل هېواد د خبرو د پرمختګونو او همدارنګ يو لړ نورو سیاسي او بشري موضوعواتو په اړه معلومات او اندونه شریک کړل .
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان په مالي برخه کې پرمختګ یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت په ډېرو برخو کې ستر پرمختګونه کړي دي.
مولوي متقي ویلي، امنیت ټینګ شوی، داعش ځپل شوی او هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړې؛ له ننګونو سره سره د افغانستان بانکي سیسټم فعال دی، افغانۍ خپل ارزښت ساتلی، حکومت توانېدلی، چې خپلو ۵۰۰ زره پخوانیو کارکوونکیو او لسګونه زره نویو کارکوونکیو ته له توپیر پرته معاشونه ورکړي، نوې بودجه له کورنیو عوایدو څخه جوړه او تصویب شوې ده.
دغه راز رینا امیري د ښځو د تعلیم، کار او بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې او اندونه شریک کړل او پر حکومت یې غږ وکړ، چې په دې برخه کې اصلاحات راولي.
مولوي متقي ویلي، چې افغان ښځې د پوهنې، روغتیا، پاسپورټ او نورو برخو کې کار کوي. هغه زیاته کړې: د حجاب په اړه یو فرمان صادر شوی، چې افغان میرمنې ورسره کومه ستونزه نلري او د نشه يي توکو د منع فرمان هم صادر شوی او عملي شوی دی.
په پاى کې دواړو لوریو هوکړه کړې؛ د مهمو مسايلو د حل لپاره به متقابل عمل او زغم ته دوام ورکړي، چې ټول مسايل په ګډه حل شي.
تازه خبرونه
د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون راستنېدونکیو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړ

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون د شنبې پر ورځ (د غويي ۲۱ ) د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغه کمیسیون طرحه اعلان کړه او له اړوند څېرو یې وغوښتل، چې خپل هېواد ته راستانه او له بشپړ امنیت څخه برخمن شي.
د یاد کمیسیون طرحه پېنځلس مادې لري، چې تر ټولو لویه یې هېواد ته د ستنېدونکیو شخصیتونو د مال او سر خونديتوب دي.
د کانونو چارو وزارت چارسمبالي او د یاد کمیسیون مشر شهاب الدین دلاور ویلي: دا د اسلامي امارت دنده ده، چې د دوی د عزت، سر او مال ساتنه وکړي او د هغوی مشروع او هېوادنيو غوښتنو ته به زمینه برابروي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون مشر شهاب الدین دلاور ویلي دا د خبرو کمیسیون نه دی؛ هر څوک، چې افغانستان ته راستنیږي خپل کور یې دی او د آسانتیاوو زمینه به ورته د حکومت لخوا برابره شي.
شهاب الدین دلاور زیاته کړې، چې د ډېرو هېوادونو لکه ترکیې، ایران او تاجکستان ګڼو افغان شخصیتونو د دوی د راستنېدو لپاره له کمیسیون سره اړیکې نیولي دي.
دلارو دا هم ویلي، چې له پخواني ولسمشر اشرف غني سره خبرو ته هم اړتیا نشته.
شهاب الدین ویلي: له اشرف غني یا بل چا سره خبرې اترې ندي شوي او خبرو ته اړتیا نشته.
امنیت شته، ملي حاکمیت ټینګ شوی او بین الافغاني سوله ده او بس نظام باید پیاوړی شي.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي وايي، د کمیسیون جوړېدل د هېواد دننه او بهر د ټولو لپاره غوره مرجع او مرکز دی.
د اسلامي امارت دې چارواکي ویلي؛ د کرزي د سفر د محدودیت په اړه بې خبري وښوده؛ خو څرګندوي؛ د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني مشر داکټر عبدالله عبدالله، چې دا مهال په بهر کې ژوند کوي هم هېواد ته راستون شي.
په غونډه کې دا هم ویل شوي، چې په راتلونکې کې به یوه غونډه جوړه شي، چې ټول افغانان به په کې ګډون وکړي.
-
سوداگري 4 ورځې مخکې
بهر میشتې افغان سوداګر او پانګوال دې هېواد ته راستانه شي – اسلامي امارت
-
نړۍ 5 ورځې مخکې
د روسیې او اوکراین د سولې خبرې د ناندریو ښکار شوې
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو استازي له مولوي متقي سره ولیدل
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
امریکا ختیځې آسیا ته د جوبایډن د سفر په درشل کې شمالي کوریا وګواښله
-
نړۍ 4 ورځې مخکې
په ماریوپول کې لږ تر لږه ۷۰۰ اوکرایني جنګیالي تسلیم شوي – روسیه
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
د ا.ا په منځګړیتوب پاکستاني حکومت او تحریک طالبانو لنډمهاله اوربند ته زمینه برابره کړه
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
امریکا له پاکستان سره د اړیکو پراخولو هڅه کوي – انتوني بلینکن
-
لوبی 3 ورځې مخکې
کرکټ ملي لوبډله شل آوریزو لوبو ته چمتووالی نیسي