Connect with us

لوبی

د هېواد د فیټنس او بدني ښکلا اتل علیرضا آساهي مړ شو

دغه فډراسیون نن (پنجشنبه د سلواغې څلورمه) په فیسبوک پاڼه کې د افغانستان د دې اتل لوبغاړي مړینه اعلان کړه؛ خو د هغه د مړینې د لامل په اړه یې څه ویلي ندي.

خپور شوی

د

د بدني ښکلا او فیټنس ملي فډراسیون د هېواد د بدني ښکلا او فیټنس د ملي لوبډلې د غړي علي رضا آساهي له مړینې خبر ورکړی دی.

دغه فډراسیون نن (پنجشنبه د سلواغې څلورمه) په فیسبوک پاڼه کې د افغانستان د دې اتل لوبغاړي مړینه اعلان کړه؛ خو د هغه د مړینې د لامل په اړه یې څه ویلي ندي.

ویل کیږي، چې علي رضا آساهي دوه ځله د بدني ښکلا نړیواله اتلولي ګټلې ده.

لوبی

افغان لوبغاړي د ۲۰۲۵ سنوکر نړیوال جام ۳۲ کسیز پړاو ته ورسېدل

د دې پړاو افغان لوبډله درې لوبغاړي؛ یو روزونکی او یو پلاوی لري، چې په دې سیالۍ کې د هېواد استازیتوب کوي.

Published

on

افغان سنوکر لوبغاړي هر یو محمد رییس هوتک او محمد میر نورزي د خپلو عماني سیالانو پر ماتولو د ۲۰۲۵  سنوکر او بلیارډ نړیوال جام ۳۲ کسیز پړاو ته ورسېدل او بریالي شول، چې خپلو سیالانو ته ۳ – ۰ ماتې ورکړي او د خپلو مهارتونو ځلانده ننداره وړاندې کړي.

د دې پړاو افغان لوبډله درې لوبغاړي؛ یو روزونکی او یو پلاوی لري، چې په دې سیالۍ کې د هېواد استازیتوب کوي.

د ۲۰۲۵ سنوکر او بلیارډ نړیوال جام به د عمان پر کوربتوب په مسقط ښار کې ترسره کیږي او د روانې میاشتې له پېنځلسمې څخه تر درویشتمې به روانې وي. په دې سیالیو کې د نړۍ له ۳۰ څخه ډېرو هېوادونو په دې سیالۍ کې برخه اخیستې ده.

د رییس هوتک او میر نورزي بریالیتوب د افغان سنوکر او بلیارډ لپاره یو هیله بښونکی حالت دی، چې په هېواد کې د څانګه‌والو سپورټونو وده او پراختیا پر ګوته کوي.

Continue Reading

لوبی

د فوټبال مینه‌والو ته زیری؛ آریانا ټلویزیون به د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د نومبر پر دوه ویشتمه خپور کړي

د افغان اتلانو لیګ پېنځم پړاو به سږکال د نومبر پر دوه‌ویشتمه پیل شي او یوه میاشت به روان وي.

Published

on

که څه هم د افغان اتلانو لیګ (ای‌سي‌ال) پېنځم پړاو سیالیو پیل ته ۹ ورځې پاتې دي؛ خو په ټول افغانستان کې د فوټبال مینه‌والو لیوالتیا مخ پر زیاتېدا ده. له همدې کبله آریانا راډیو ټلویزیون ویاړي، ​​چې تېرو پړاوونو ته ورته یې د افغانانو لپاره د دې سیالیو د ټولو لوبو د ژوندۍ خپرونې، کوربتوب او خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي دي.

د افغان اتلانو لیګ پېنځم پړاو به سږکال د نومبر پر دوه‌ویشتمه پیل شي او یوه میاشت به روان وي.

د دې لیګ د پچې اچونې مراسم به د یکشنبې پر ماښام د نومبر پر شپاړلسمه د کابل پر وخت ۷ بجې ترسره او پر ژوندۍ بڼه به په آریانا تلویزیون، آریانا نیوز او همدارنګه د یوټیوب چینل او آریانا سپورټ فیسبوک پاڼې کې خپاره شي.

د افغانستان اتلانو لیګ په هېواد کې د فوټبال یو له خورا نومیالیو سیالیو څخه دی، چې د ولایتونو له ګوټ ګوټ څخه غوره لوبډلې او غوره لوبغاړي په کې برخه لري. د دې سیالۍ موخه د افغانستان د فوټبال کچه لوړول، ځوان لوبغاړي هڅول او د سپورټ له لارې د ملي یووالي درناوی او نمانځل دي.

د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې؛ د دغه زړه‌‌راکښونکي پړاو لپاره بشپړ چمتووالی روان دی. لوبډلې د خپلو جوړښتونو وروستي کولو په حال کې دي، کلبونه چمتووالی نیسي او مینه‌وال د پرانیستې غږ اورېدلو ته پر تمه دي. دا سیالۍ به د پر زړه پورې سیالیو شاهدې وي او په کې به د افغان فوټبال پېژندل شوي ستوري او راڅرګندېدونکي استعدادونه وځلیږي.

د آریانا ټلویزیون یوه ویاند ویلي؛ دوی بشپړ چمتو دي، چې د ټولو سیالیو ژوندی او پراخ پوښښ وړاندې کړي.

ویاند زیاته کړې: “آریانا ټلویزیون خوښ دی او ویاړي، چې د افغانستان اتلانو لیګ لېوالتیا د هېواد هر ګوټ ته ورسوي. فوټبال مونږ یوواليته رابولي. مونږ ژمن یوو، چې د افغان سپورټ غوره لوبغاړي نندارې ته وړاندې کړي.”

د افغانستان اتلانو لیګ د خلکو د میړانې او سپورت ته د لېوالتیا څلی دی او پیل ته یې یوازې نهه ورځې پاتې دي، هرڅه د وړتیاوو، ډله‌ییز کار او ملي ویاړ د نمانځلو لپاره چمتو دي؛ یو داسې جشن ته ، چې یوازې به په آریانا ټلویزیون کې پر ژوندۍ بڼه خپور شي.

سږکال به لس لوبډلې د افغان اتلانو لیګ په پېنځم پړاو کې د جام ګټلو لپاره له یو او بل سره سیالي وکړي.

دا ۱۰ لوبډلې دا دي:

استقلال کابل اف‌سي

خراسان فاریاب اف‌سي

سرخ پوشان هرات

ابو مسلم فراه اف‌سي

عینو مېنه اف‌سي

ارمان اف‌سي

سرسبز یاشلر اف‌سي

جوانان پېروزي

صرافان هرات

اتفاق خانزاده

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او ایران فوټسال لوبډلې ۲-۲ مساوي شوې

په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي پیوستون لوبو په چوکاټ کې خپله دوه‌یمه لوبه له ایران سره ۲-۲ مساوي کړې.

په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

د هېواد فوټسال لوبغاړو، چې د دې سیالۍ په لومړۍ لوبه کې یې تاجکستان ته ماتې ورکړې ده؛ د راتلونکې شنبې پر ورځ به د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له مراکش سره مخ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!