سیمه ییز خبرونه
د هېواد شاوخوا يوولس ميليونه وګړي، د كار د كموالي يا نه شتون څخه كړېږي
د افغانستان شاوخوا يوولس ميليونه هغه وګړي، چې د كار په شرايطو برابر دي د كار د كموالي يا نه شتون څخه كړېږي. د افغانستان د كارګرانو ملي ټولنه وايي، چې كه په داسې حالت كې له هېواده بهر د كارګرانو ستونزه هواره نه شي نو د افغانستان ډېرى وګړي به بې كاره پاته شي.
د هېواد د پلازمينې كابل ښار لسګونه څلور لارې هره ورځ د لسګونو او كه تېروتنه ونه شي د سلګونو ځوانانو شاهدې وي تر څو ځان ته كار پېدا كړي، دوى ټول د يو كار د پېدا كولو په تمه دي تر څو يوه ګوله حلاله ډوډى پېدا كړي.
د افغانستان د كارګرانو د ملي اتحاديې مشر معروف قادري وايي:
په هېواد كې د كار په شرايطو برابر ټول وګړي د يوه دايمې كار د نه شتون څخه سرټكوي، او كه حكوت دغې ستونزې ته جدي پاملرنه ونكړي نو د هېواد ډېرى وګړي به بي كار ووسي.
په همدې حال كې د كار او ټولنيزو چارو وزارت وياند علي افتخاري وايي، چې هڅه كوي تر څو د هېواد او له هېواده بهر د افغان كارګرانو لپاره د كار زمينه برابره كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره ورځ د بهرنيو چارو وزارت په سعودي عربستان كې افغان كارګرانو ته د ورپېښو ستونزو خبر وركړ او زياته يې كړه، چې د د غو ستونزو د څېړلو په موخه به يو پلاوى په نږدې راتلونكې كې سعودې عربستان ته ولاړ شي.