تازه خبرونه
د هېواد لوړ پوړو امنیتي چارواکو د اسلامي امارت له رهبر سره ولیدل
ذبیح الله مجاهد نن(جمعه د وري اتمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دې ناسته کې د هېواد امنیتي راپور وړاندې شو.
د اسلامي امارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي(سرپرست) سراج الدین حقاني او د دفاع وزارت د چارسمبالي(سرپرست) محمد یعقوب مجاهد په ګډون د هېواد لوړ پوړو امنیتي چارواکو په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت له مشر مولوي هبةالله اخوندزاده سره ولیدل.
ذبیح الله مجاهد نن(جمعه د وري اتمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دې ناسته کې د هېواد امنیتي راپور وړاندې شو.
هغه زیاته کړې، چې د امنیتي ادارو وړاندیزونه واورېدل شول او د فعالیت او کاري طرزالعملونو په برخه کې ورته اړینې لارښوونې ورکړ شوې.
دغه راز مجاهد څرګنده کړې، چې د دې ادارو د نظم ښه کولو، تجهیزولو او ظرفیت لوړولو لپاره اړینې پرېکړې وشوې.
په دې ناسته کې د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت مرستیال عبدالقیوم ذاکر او د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري هم حاضر ول.
