تازه خبرونه
د هېواد نظام به د بهرنیو متحدینو له وتلو وروسته هم پاتې وي- حمد الله محب
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د اوسني نظام د راپرځیدو اوازې رد کړې او څرګندوي، چې حکومت د اوسني سیستم د ساتلو وړتیا لري؛ که څه هم نړیوال ملاتړي له افغانستان ملاتړ ودروي.
ښاغلي حمدالله محب ټینګار کړی، چې د اوسني نظام د دوام لپاره نورې لارې هم شته او که نړیوال ملاتړ کوونکي د اوسني نظام ملاتړ ونکړي؛ حکومت کولی شي دغه سیستم ته وده ورکړي او نوي ملاتړ کوونکي ومومي.
حمدالله محب، د ملي امنیت شورا سلاکار څرګنده کړې: مونږ کولی شو دا سیستم خوندي کړو؛ نو زه وینم چې کافي ظرفیت شته او موږ د سیستم د ساتنې لپاره امکانات لرو.
ښاغلی محب لنډمهاله اداره د هېواد په ګټه نه بولي او ټینګار کوي، چې لنډمهالې اداره به په هېواد کې بحران رامنځته کړي.
دغه راز محب د ملي پخلاینې عالي شورا داسې یو سازمان بولي، چې د سولې پروسه آسانوي؛ نه پرېکړه کوونکی بنسټ.
هغه څرګنده کړې، چې مونږ به په پای کې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږو؛ دا پرېکړه باید د خلکو لخوا وروستۍ شي یا لویه جرګه به بیا جوړه شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرې په راتلونکیو اوونیو کې پیل کیږي.
د کورنیو کارپوهانو په باور طالبان ممکن د دایمي اوربند په بدل کې د یوې لنډمهالې ادارې غوښتنه وکړي.
