تازه خبرونه
د هېواد په ځینو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل کیږي
دې بنسټ دا ندي ویلي، چې څومره ماشومان او د هېواد په کومو سیمو کې به د ګوزڼ واکسین ترلاسه کړي.
له “پولیو څخه پاک افغانستان” بنسټ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د پولیو واکسین نوی کمپاین به د دوشنبې پر ورځ (د سلواغې اتمه) په بېلابېلو سیمو کې پیل شي.
دې بنسټ دا ندي ویلي، چې څومره ماشومان او د هېواد په کومو سیمو کې به د ګوزڼ واکسین ترلاسه کړي.
شاوخوا یوه میاشت مخکې د عامې روغتیا وزارت ویلي وه، چې دوی له نړیوالو بنسټونو سره د همغږۍ له مخې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړی دی.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې لږ تر لږه ۵ اعشاریه ۳ میلیون ماشومانو، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو ټیټ دي، د ګوزڼ واکسین ترلاسه کړی دی.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي، چې پولیو په کې له منځه نده تللې او اوس هم ترې ماشومان مري او کړیږي.
