Connect with us

روغتيا

د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د ۲۰۲۴ کال د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

خپور شوی

د

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ويلي؛ د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل او په دې پړاو کې به څه باندې اووه اعشاریه پېنځه میلیون هغه ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو کم وي؛ د نړیوالو موسسو په همکارۍ واکسین شي.
افغانستان او پاکستان د هغو هېوادونو په ډله کې دي، چې اوس هم په دغو هېوادونو کې د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي؛ خو په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو کومه مثبته پېښه ثبت شوې نه‌ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان عمرويلي؛ د ګوزڼ واکسین د پلي کېدا په دې پړاو کې به څه باندې ۷ اعشاریه ۵ میلیون هغه ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو کم وي؛ واکسین شي.
نوموړي زیاته کړې، چې تېر کال په ټول هېواد کې د ګوزڼ یوازې شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او اوس تر دې مهاله هیڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.
په هرات کې د پولیو د پروګرام مسوول محمد اصف کبیروايي، چې په دې څلور ورځني کمپاين کې به په هرات کې څه باندې دوه سوه زره له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي او په تېرو درې کلونو کې دغلته د پوليو کومه مثبته پېښه ثبت شوېنه‌ده.
په همدې حال کې د روغتیا نړیوالې ټولنې په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو له راستنېدو وروسته په ماشومانو کې پر دغه ویروس د اخته کېدو خطر شته دی.

روغتيا

د افغانستان په روغتونونو کې د رواني روغتیا خدماتو نشتوالی د اندېښنې وړ دي

دې نړیوال بنسټ اوسنی وضعیت د کلونو جګړو، اقتصادي ناورین او پراخ رواني فشار پایله ګڼلې ده.

Published

on

د روغتیا نړیوالې ټولنې څرګنده کړی؛ سره له دې، چې د افغانانو رواني روغتیا درملنې ته سخته اړتیا ده؛ خو د دې هېواد ۳۴ ولایتي روغتونونه اوس هم په دې برخه کې تخصصي آسانتیاوې نلري.

دې نړیوال بنسټ اوسنی وضعیت د کلونو جګړو، اقتصادي ناورین او پراخ رواني فشار پایله ګڼلې ده.

د دې ټولنې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروپايي ټولنې پر مالي ملاتړ په افغانستان کې د رواني روغتیا او ټولنیز ملاتړ د ښه‌والي لپاره یو پروګرام پیل شوی دی. دا پروګرام د روغتونونو له لارې ترسره کیږي، چې پر زیان منونکو خلکو راڅرخیږي.

د رواني روغتیا د تخصصي چارو د کمښت د حل لپاره د روغتیا نړیوالې ټولنې یوه تجربوي پروژه پیل کړې، چې په کې د شدیدو رواني اختلالاتو د درملنې لپاره په یو شمېر ولایتي روغتونونو کې د بستر ځانګړې څانګې فعالې شوې دي.

د دې پلان پر بنسټ په بامیان، بدخشان، فراه او نیمروز ولایتونو کې د اته بسترونو ظرفیت لرونکي مرکزونه جوړ شوي دي.

د کندهار ولایت په عینو مېنه روغتون کې یو لوی ۲۰ بستریز مرکز هم جوړ شوی دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې ټینګار کړی، چې د دې مرکزونو موخه نه یوازې د رواني نښو درملنه ده، بلکې له ناروغانو سره د دوی د ژوند بیا رغولو، د کورنۍ اړیکو بېرته راګرځولو او ټولنې ته په بېرته راستنېدا کې مرسته کول هم دي.

ویل کیږي، چې دې بنسټ د دې پروګرام د ناڅرګند راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د دې چارو پراختیا او دوام د افغانانو د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو اړین کار دی.

Continue Reading

روغتيا

په افغانستان کې به د روغتیايي چارو کیفیت ښه کول نور هم پیاوړي شي

دواړو خواوو په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو او د بې پولې ډاکټرانو پورې اړوند روغتیایي چارو ښه کولو، د روغتیایي کارمندانو ظرفیت لوړولو، په چارو کې شفافیت، له عامې روغتیا وزارت سره د ښې همغږۍ او د اغېزمنو او دوامداره خدمتونو وړاندې کولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

Published

on

MSF and health minister

د عامې روغتیا وزارت نن سې‌شنبه (د غویی درویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ د دې وزارت چارسمبالي( سرپرست) نور جلال جلالي په کابل کې د افغانستان لپاره د بې سرحده ډاکټرانو بنسټ MSF  له رییس مایکل لوپه سره ولیدل.

دواړو خواوو په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو او د بې پولې ډاکټرانو پورې اړوند روغتیایي چارو ښه کولو، د روغتیایي کارمندانو ظرفیت لوړولو، په چارو کې شفافیت، له عامې روغتیا وزارت سره د ښې همغږۍ او د اغېزمنو او دوامداره خدمتونو وړاندې کولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي له روغتیایي سکټور سره د دې بنسټ د مرستو زیاتول او پراخول اړین وبلل او د چارو پوره پراختیا، د روغتیایي کارمندانو ظرفیت لوړولو، د چارو پر کیفیت، اغېزمنتوب او شفافیت یې ټینګار وکړ.

مایکل لوپه همدارنګه په افغانستان کې د روغتیايي چارو د ښه کولو او د دې سکټور د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د روغتیايي چارو د کیفیت د ښه کولو او همغږۍ لپاره به ګډ کار وکړي.

هغه په ​​هرات، کندوز او هلمند ولایتونو کې د چارو پر دوام خبرې وکړې او څرګندوي، چې دا مرکزونه به له عامې روغتیا وزارت سره په همکارۍ او همغږۍ کې خپل فعالیتونه تر سره کوي.

دغه راز د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم هم د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو بنسټ له رییس مایکل لوپه سره هم کتلي، چې د روغتیایي چارو د پراخولو او هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د اړینو آسانتیاوو برابرولو په اړه ور سره بحث او خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ لوپه د دې ناستې په لړ کې ډاډ ورکړ، چې د مور او ماشوم روغتیا ښه کولو او د روغتیایي پرسونل د ظرفیت لوړولو لپاره به د دې بنسټ هڅې روانې وي.

Continue Reading

روغتيا

د روغتیا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ګوزڼ ویروس دوه‌یمه پېښه تائید کړه

دا پېښه په مارچ میاشت کې وپیژندل شوه.

Published

on

د روغتیا نړیوالې ټولنې سږ کال د افغانستان په هلمند ولایت کې د ګوزن یا پولیو ویروس دوه‌یمه پېښه تائید کړه.

دا پېښه په مارچ میاشت کې وپیژندل شوه.

دا پېښه د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د لومړي انتان له پیژندلو وروسته ثبت شوې، چې یوه پېنځه کلنه نجلۍ پر ویروس اخته شوې وه.

همدارنګه تر اوسه پورې د کندهار، هلمند، کابل، لغمان، ننګرهار او زابل په څېر ولایتونو کې د ګوزڼ ویروس له ۱۸ مثبتو چاپېریالي بېلګو راپور ورکړ شوی دی.

افغانستان او پاکستان یوازني هېوادونه دي، چې ګوزڼ په کې له منځه نده وړل شوې.

ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده، چې درملنه نلري او یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کیدی شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!