تازه خبرونه
د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د یو شمېر موسسو فعالیتونه ځنډېدلي – نظري
عبداللطیف نظري نن (سېشنبه) څرګنده کړې، چې د دغو بنسټونو د فعالیتونو د ځنډېدو لامل له افغانستان سره د امریکا د پراختیايي او بشري مرستو ځنډ دی.
د افغانستان اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال آریانانیوز ته ویلي، چې له څو ورځو راپدېخوا د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د یو شمېر نړیوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو فعالیتونه درول شوي دي.
عبداللطیف نظري نن (سېشنبه) څرګنده کړې، چې د دغو بنسټونو د فعالیتونو د ځنډېدو لامل له افغانستان سره د امریکا د پراختیايي او بشري مرستو ځنډ دی.
نظري زیاته کړې: “مونږ غوښتنه کوو، چې هېوادونه باید بشر دوستانه مرستې سیاسي نکړي او بشري مرستې باید بشردوستانه پاتې شي.”