سوداگري

د هېواد یو اهل هنود پانګوال په کانونو کې پانګونې ته لیواله شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۴۰۲)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور له یوه اهل هنود پانګوال سره، چې د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره هېواد ته راستون شوی په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د دې وزارت په خبرپاڼه راغلي؛ یاد پانګوال پرون ( د کب اووه‌ویشتمه ) له شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې د اسلامي امارت د هغې پرېکړې په اړه، چې د اهل هنود غصب شوي ملکیتونه راګرځوي خوښي څرګنده کړې او د افغانستان د سرب، جست، مرمر، ډبرو‌سکرو کانونو په برخه کې یې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د هېواد دکاني زیرمو په برخه د پانګونې په اړه د هغه له لیوالتیا هر کلی وکړ او څرګندوي: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، ټول اهل هنود د نورو وګړو په څېر د هېواد په کاني زیرمو او نورو ټولو برخو کې شریک دي او اهل هنود پانګوال د نورو پانګوالو په څېر کولی شي د اصولو او مقرراتو مطابق د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

ویل کیږي، چې دواړو لورو پر ملي یووالي د ټینګار ډاډ څرګند کړ او هېواد ته یې د ټولو افغان پانګوالو راستنېدا اړینه یاده کړه.

Trending

Exit mobile version