سیمه ییز خبرونه
د واورې او توپان له کبله د سالنګ لویه لار وتړل شوه

د فواید عامي وزارت مسوولینو ويلي، چې د هیواد د ځینو ولا یتونو لارې له مرکز او و لسوالیو سره تړل شوي دي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسوولینو ويلي؛ د درندې واورې وریدو او توپان له کبله د سالنګونو لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د دغه ریاست مشر قاضي عبیدالله عبید نن رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې د تېرې شپې راپدیخوا په شمالي او جنوبي سالنګونو کې واوره او توپان روان دی، چې له کبله یې د سالنګ لار تړل شوېده.
قاضي عبیدالله زیاته کړې، چې پر دغه لار د انساني مرګ و ژوبلې د مخنیوي لپاره تېره شپه دغه لار د ټولو ترافیکو او موټرو پر مخ وتړله.
ویل کیږي، چې سلګونه بند پاتې مسافر د یاد ریاست د مسوولینو لخوا خوندي ځایونو ته لږدول شوي دي.
د غورـ هرات لاره او له ولسوالیو سره د دایکینډي او بامیانو لارې، هرات او تورغونډۍ لاره او د بلخ د ځینو ولسواليو لارې د واورې له امله تړل شوي دي.
د فواید عامې وزارت په و ینا؛ په میدان – وردګ، پروان، پنجشیر، سرپل، بدخشان، نورستان ، بغلان، او پکتیا ولایتونو کې هم ځينې لارې بندې شوي دي.
د فواید عامې وزارت زیاتوي، چې په محلي کچه يي اداري واحدونه چمتو دي، چې د اورښت له دریدو سره لارې د ترافیکو پرمخ خلاص کړي.
دغه راز د بادغيس مرستيال والي محب الله اسد ويلي: “د لارې د خلاصولو هڅې روانې دي؛ خو په بند سبزک کې، چې د هرات او بادغيس تر منځ پوله ده، مسافرين بند پاتې دي.
د خصوصي سکتور غړيو هم ويلي، چې د مواصلاتي لارو د پرانستلو لپاره باید په منظم ډول څارنه وشي، چې د مارکیټونو ته لومړنی تو کې په منظم ډول سره و رسیږي.
بل لوري ته د لغمان د ترافیکو مدیر ویلي، چې د تېرې شپې د اورښتونو له کبله د کابل او ننګرهار تړل شوې لار اوس بېرته پرانستل شوې ده.
سیمه ییز خبرونه
د تخار د اشکمش خلک روغتیایي، برښنایي او ښوونیزې آسانتیباوې غواړي

د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکيو له اسلامي امارت څخه د روغتیايي او ښوونیزو آسانتیاوو د برابرولو تر څنګ د برښنایي خدمتونو وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.
د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي د دې ولسوالۍ په مرکز کې راټول شوي او خپلې غوښتنې او ستونزې یې د اسلامي امارت چارواکو ته وړاندې کړې.
قومي مشر هدایت الله وایي؛ د سړکونو خرابوالى، د برېښنا کمښت، په روغتيايي مرکزونو کې د درملو او د ښوونځيو لپاره د معياري ودانيو نشتوالى د دې ولسوالۍ د اوسیدونکیو اړینې ستونزې و غوښتنې دي.
د تخار ولایت د اشقرې ولسوالۍ اوسیدونکی عزیزالله ویلي، چې د دې ولسوالۍ خلک له امنیتي حالته راضي دي او نه غواړي، چې د دوی په ولسوالۍ کې بیا جګړې پیل شي.
د تخار ولایت د اشکمش ولسوال لعل محمد زرقاوي وايي، د ولسوالۍ ستونزو ته يې لومړيتوب ورکړی او د حل لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تخار ولایت په ځینو برخو کې د بیارغونې چارې روانې دي او په سلګونه کسان په رغنیزو پروژو کې کار کوي.
سیمه ییز خبرونه
اسلامي امارت په رستورانتونو او پارکونو کې د جنسیتي توپیر موضوع رد کړه

د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د هرات په رستورانتونو کې د جنسیتي توپیر موضوع رد کړه.
په دې وروستیو کې داسې ګنګوسي وه، چې د هرات ولایت د امربالمعرف او نهی عن المنکر ریاست یو شمېر کارکوونکي په ښار کې رستورانتونو ته ورغلي، چې د جنسیت توپیر باید وشي او حتی یوه جوړه هم په رستورانت کې په ګډه ډوډۍ نشي خوړلی؛ خو اوس د هرات ولایت یوشمېر سیمه ییز چارواکي وايي، چې دا یوه تېر وتنه وه او هیڅوک نشي کولی، چې کورنۍ په رستورانتونو او پارکونو کې له یوځای کیدو څخه منع کړي.
د رستورانت مدیر بصیر احمد احمدي ویلي: کله، چې دوی له خپلو کورنیو سره راځي؛ مونږ باید کورنۍ ته ووایو، چې جلا کېني. دا کار په زړه پورې ندی او کله، چې مونږ کورنیو ته داسپارښتنه وکړو؛ هغوی وايي، چې مونږ دا رنګه خوراک په کورونو کې کولی شو او ځي.
په هرات کې د یوه رستورانت کارکوونکی جاوید توانګر ویلي: له نېکه مرغه له هغې وروسته، چې په کابل کې د امربالمعرف او نهی عن المنکر وزارت غبرګون وښود؛ د بندیزونو مسله بېرته عادي حالت ته راګرزېدلې او رستورانتونه کولی شي کورنیو ته اجازه ورکړي، چې بیا یوځای خواړه وخوري.
د یاد وزارت ویاند عاکف مهاجر په دې اړه په خپل غبرګون کې څرګنده کړې؛ دا موضوع په بشپړه توګه رد شوې او هیڅوک حق نلري، چې له کوره بهر د کورنیو د وتلو مخه ونیسي.
عاکف مهاجر زیاته کړې: زمونږ هېوادوال کولی شي له خپلو کورنیو سره هوټلونو او رستورانتونو ته ولاړ شي؛ ډوډۍ وخوري او چای وڅښي او یا له خپلو کورنیو سره پېرودلو ته ولاړ شي، دا بې بنسټه خبره ده.
له بلې خوا د هرات یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم ویلي، چې له هیڅ ادرسه دا ډول امر ندی صادر شوی او کورنۍ کولی شي په آسانۍ دمځي او رستورانتونه د ناستې او ګرزېدو لپاره وکاروي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ مشر نعیم الحق حقاني ویلي: مونږ دا خبره په کلکه ردوو او دا حقیقت نلري.
د هرات اوسېدونکې نګینه بارک وایي: د میز په شاوخوا کې ناست او له کورنۍ سره خواړه خوړل د اسلامي نظر یا د ټولنې له دود سره کومه ستونزه نده؛ خو دا د کورنیو هڅولو او په ټولنه کې د دوی د ښکېلتیا لپاره ګټور کیدی شي.
د یادونې ده، چې له یو لړ ټولنيزو پديدو سره د امربالمعرف او نهی عن المنکر وزارت د کارکوونکیو چلند او په ټولنه کې د خلکو محدوديتونو یو لړ غږونه او ټینګارونه راپورته کړي دي.
سیمه ییز خبرونه
د سلما برښنا بند درې توربينونه فعال شول

د هرات د سندیزې حوزې چارواکو ويلي، د سلما برښنا بند درې توزبینه فعال او د اوبو جريان عادي شوى، چې په هره ثانيه کې اتيا مټر مکعب اوبه د بند له کانالونو څخه کرنیزو خمکو ته روانې دي.
له یوې میاشتې راپدیخوا د سلما بند اوبه د هریرود د اړوند سیمې کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره راخلاصې شوي او دا مهال د سلما اوبه د اته ولسوالیو ځمکې خړوبوي.
ورښتونو دغه بند کاسه یو څه ډک کړی، خو د سلما پروژې د تخنیکي برخې مسوولین وايي، سږ کال د اوبو اندازه د تېر کال په پرتله کمه ده.
د سلما بند د تخنیکي څانګې مسوول برکت الله رحیمي وایي؛ دمګړۍ د دې برښنا بند درې توربینه فعال او حالت عادي دی او د اته ولسوالیو کرنیزې ځمکې خړوبه کیږي.
د هرات د سیندیزې حوزې مشر سردار ولی مزمل وایي: په هره ثانیه کېڅه نا څه اتیا کیلو مټره اوبه له بنده وځي، چې ۵۹ مټر مکعب یې د برښنا د تولید لپاره دي او پر پاتې نورو یې کرنیزې ځمکې خړونیږي.
د هرات د کرنې او مالدارۍ مشر پیرمحمد حلیمي ویلي؛ سږ کال د وچکالۍ له کبله د سلما بند ته د اوبو رابهیدو کچه د تېرو کلونو په پرتله راټیټه شوې؛ خو د هرات د کرنې ریاست وايي؛ هڅه کوو، چې د هریرود اړوند ولسوالیو ته په عادلانه توګه اوبه ووېشل شي.
کروندګر حلیم شاه رشیدي وایي: د ا اوبه په ښه وخت کې خوشې شوي؛ ځکه، چې د غنمو د کر او ودې وخت دی.
د هرات د خلکو کرکیله د سلما بند له اوبو سره تړلې او کروندګر هیله من دي، چې سږ کال به د وچکالۍ له کبله اوبه په سمه توګه مدیریت او کرنیزې ځمکې خړوبه شي
-
روغتيا 4 ورځې مخکې
د روغتیا نړیوالې ټولنې له بیزوګانو څخه انسانانو ته پر رالېږدېدلي چیچک غور پیل کړ
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
چین او پاکستان په افغانستان کې د پراخ بنسټه سیسټم جوړولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري 2 ورځې مخکې
ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره دې د غنمو د قاچاق مخنیوی وشي ـ اسلامي امارت
-
لوبی 5 ورځې مخکې
هندوکش د زرغون افغانستان د یو ورځني جام اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
که هند په کابل کې د سفارت پرانیستې ته لیواله وي؛ نو د تېر حکومت له چارواکو سره دې اړیکې پرې کړي
-
ساینس او ټیکنالوژي 2 ورځې مخکې
فیسبوک د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر په خپل تور نوملړ کې نیولی
-
نړۍ1 ورځې مخکې
په اوکراین کې روانې جګړې له پوتین سره د لیدنې اړتیا رامنځته کړې– زیلینسکي
-
سوداگري22 ګړې مخکې
افغانستان او عربي اماراتو د هوایي ډګرونو او ځمکنیو خدماتو تړون لاسلیک کړ