Connect with us

تازه خبرونه

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستيز د بدخشان له سرحدي ولسواليو ليدنه وکړه

خپور شوی

د

د ملي دفاع وزارت وايي، د وسلهوالو ځواکونو ستر درستيز د بدخشان ولايت له سرحدي ولسواليو ليدنه وکړه.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د وسله‌والو ځواکونو ستر درستيز قاري فصيح الدين فطرت د بدخشان ولايت واخان، اشکاشم او زيباک سرحدي ولسواليو ته په سفر کې له اړوند مسوولينو او منسوبینو سره وکتل.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د هېواد ستر درستيز د پولو او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې لپاره د ملي اردو د منسوبينو له نه ستړي کېدونکیو هلو ځلو ستاينه وکړه او پر منسوبينو او جزوتامونو پوځي يونيفورم ووېشل شو او د ښه امنیت د ټینګښت لپاره یې لازمې لارښوونې مسوولینو ته وړاندې کړې.

دغه راز د ملي اردو سرحدي چارواکو ډاډ ورکړ، چې په هر ډول حالاتو کې د پوځ خدمت ته چمتو دي او د هېواد له پولو به کلکه دفاع او ساتنه وکړي.

د یادونې ده، چې د واخان او پامیر ولسوالیو اوسیدونکیو د ستر درستیز له راتګه د هرکلي تر څنګ د امنیت له ټینګښت او د ملي دفاع وزارت له پاملرنې قدرداني وکړه او یو ځل بیا یې له اسلامي امارت څخه خپل د ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.

Published

on

ملګرو ملتونو تائید کړې؛ د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د سازمان د عمومي منشي مرستیال رزماري ډیکارلو پلان لري، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې کابل ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.

دوجاریک ویلي، چې دا سفر د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټرش له‌خوا د ۲۰۲۳ کال په می میاشت کې د پیل شوي دوحې د بهیر تعقیب لپاره دی. هغه ټینګار وکړ، چې ښکېلتیا باید اصولي او عملي وي، چې د افغانانو د ګټو او هوساینې راوڅرخیږي.

د ډیکارلو د سفر پلان په پیل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د سې‌شنبې پر ورځ له امیر خان متقي سره د یوناما د چارواکو له لیدنې وروسته اعلان شو.

Continue Reading

تازه خبرونه

جاپان په افغانستان کې له روغتیایي برخې سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې به په پېنځه ولایتونو کې ۲۱۰ زره خلکو ته د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي، چې په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو تمرکز کوي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې د طبیعي پېښو قربانیانو لپاره د رواني او ټولنیزې روغتیا د ملاتړ پراخولو لپاره د جاپان ۳ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې به په پېنځه ولایتونو کې ۲۱۰ زره خلکو ته د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي، چې په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو تمرکز کوي.

دې بنسټ زیاته کړې؛ دا ډول مرستې په هغو سیمو کې روغتیایي پاملرنې او رواني ټولنیز ملاتړ ته د لاسرسي ښه کولو لپاره مهمې دي، چې خدمات محدود وي او د زیان منونکو خلکو ترمنځ د هوساینې په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نږدې یو میلیون غیرقانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه شول – ټریبیون ورځپاڼه

د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي؛ په راستنېدونکو کې ۲۳۰ زره ۴۷۰ کسان د ثبت، ۷۱ زره ۵۷۰ یې د افغانستان د تابعیت کارتونو لرونکي او ۶۸۶ زره  ۷۷۲ نورو قانوني اسناد نلرل.

Published

on

د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا له لارې د غیرقانوني افغان وګړو د بېرته ستنولو بهیر روان دی او تر اوسه پورې ۹۸۸ زره ۸۱۲ کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي؛ په راستنېدونکو کې ۲۳۰ زره ۴۷۰ کسان د ثبت، ۷۱ زره ۵۷۰ یې د افغانستان د تابعیت کارتونو لرونکي او ۶۸۶ زره  ۷۷۲ نورو قانوني اسناد نلرل.

یوازې پرون ۲ زره ۳۱۲ افغانان د تورخم له لارې ستانه شول، چې په کې ۱۵۲۲ د ثبت کارت لرونکي، ۲۷۷ د تابعیت کارت لرونکي او ۵۱۳ اسناد نه‌لرونکي کسان ول.

دا بېرته ستنېدا د پاکستانيو چارواکو پر ټینګار روانه ده؛ ځکه، چې موخه یې د غیرقانوني کډوالۍ اداره کول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو ویلي؛ له کډوالو سره باید انساني او اصولي چلند وشي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!