تازه خبرونه

د ولسمشر لومړي مرستیال د پلازمېنې وضعیت غیرعادي اعلان کړ

Published

on

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن سهار (پنجشنبه د سلواغې ۲۳) د سهار د ۶:۳۰ په امنیتي ناسته کې ویلي، چې په پلازمېنه کابل کې وضعیت غیرعادي دی.

امرالله صالح د روغ پاتي ډریور د څرګندونو له مخې ويلي، چې د رابعه بلخي روغتون مخې ته په پرونۍ چاودنه کې، یو ماین په یوه ټکسي کې د دوه سپرلیو لخوا ځای پر ځای شوی و.

نوموړي زیاته کړې؛ حکومت اړ کیږي، چې له ټولو ټکسي چلوونکیو څخه د مسافرو د تلاشۍ غوښتنه وکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار کړې؛ تر دې دمه حکومت د پېښو د کمولو لپاره محدودیتونه ندي لګولي.

د نومړي د څرګندونو له مخې؛ دا عادي خبره نده ، مونږ ممکن د ټولو ټکسي چلوونکیو څخه غوښتنه وکړو، چې لږ تر لږه  خپلې سپرلۍ بدني تالاشي کړي او یا  د هرې سپرلۍ له کښته کېدو وروسته خپل موټر لاندې باندې ښه وګوري.

امرالله صالح ویلي: په نورو هېوادونو کې پېښې د محدودیتونو پر پلي کولو کمېږي. دا هغه ګام دی، چې تر دې دمه مو پورته کړې ندی.

دا په داسې حال کې ده، چې د نښلیدونکیو ماینونو چاودنو د هېواد په ځانګړي توګه کابل ښاریان ډېر اندېښمن کړي؛ ځکه پرون په کابل کې څلور چاودنې رامنځته شوې، چې د پېنځمې امنیتې حوزې د مشر په ګډون یې ګڼو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.

Trending

Exit mobile version