تازه خبرونه
د ولسي جرګې غړي د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د درولو غوښتونکي شول
د ولسي جرګې مشر له افغان خبریالانو سره روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ ګڼي او له حکومته غواړي، چې د خبریالانو د خوندي کولو لپاره پراخه هڅې تر سره کړي.
د ولسي جرګې غړیو د خبریالانو ملي ورځ (د کب ۲۷) دوه ورځې مخکې ونمانځله او په دې مراسمو کې یې ټینګار وکړ، چې خبریالان په خورا سختو شرایطو کې خلکو ته اطلاعات رسوي او باید د خبریالانو له حقونو ملاتړ وشي.
د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وايي، چې د خبریالانو ملاتړ د بیان د آزادۍ ملاتړ دی. باید دا لاسته راوړنه له لاسه ونوځي.
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطن دوست هم ويلي، چې افغان خبریالان په ستونزمنو او کړکیچنو شرایطو کې خلکو ته معلومات رسوي؛ باید، چې ملاتړ یې وشي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د بیان آزادي او رسینزې هڅې د یو نظام د څلورم رکن په توګه باید وستایل شي.
د آریانا ټلویزیون نشراتي مشر خوشحال آصفي وایي: د خبریالانو هڅې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي او په ډېر شمېر خبریالانو ځاني زیانونه هم لیدلي دي. مونږ په هېواد کې د خبریالانو د وژل کیدو دوسیو ته د لاسرسي غوښتونکي یو.
د خبریالانو د نمانځنې په مناسبت په دې جوړې شوې ناسته کې ولسي جرګې د بیان د آزادۍ د اصل پر ساتلو ټينګار وکړ او یو شمېر خبریالان یې وستایل.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د خپل مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د مجاهد د څرګندونو له مخې، د خبرو په پخوانۍ غونډه کې د اوربند د غځولو او د تېري پر مخنیوي هم هوکړه شوې وه.
تازه خبرونه
د کندهار په سپین بولډک کې د پاکستانيو پوځیانو په برید کې دوه کسان “شهیدان” شول
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.
د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ پر وردک او سیټ کلیو د پاکستانيو پوځیانو د هاوان په ډزو کې یوه ښځه او یو سړی “شهیدان” شول او دوه نور ټپیان دي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.
سرچینو آریانا نیوز ته زیاته کړې: د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا د کندهار ولایت په “وېش” سیمه کې پر ملکي وګړو برید کړی؛ خو اوس شخړه مهار شوې ده.
دا پېښه نن (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه) شاوخوا پېنځه بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې پاکستان پرفرضي کرښه پرتو افغان ځواکونو د سپکو او درندو وسلو ډزې وکړې.
دغه راز ځایي اوسېدونکو ویلي، چې د پاکستان توغول شويو هاوانونو ان د سپین بولډک ولسوالۍ سوداګریز بازارونه پر نښه کړي او له همدې کبله ګڼشمېر خلک له بازارونو وتلي او خوندي ځایونو ته پناه وړي.
د سیمې اوسیدونکو زیاته کړې؛ برید په خلکو کې وېره رامنځته کړې ده.
ویل کیږي، چې امنیتي چارواکو د جګړې د درېدو ډاډ ورکړی او افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې له هر ډول یرغل سره د مقابلې لپاره چمتو دي.
تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوهیمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هیله ښودلې، چې افغانستان او پاکستان دې خپلې روانې ستونزې سولهییزې حل کړي.
دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوهیمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.
د پاکستان د ولسمشرۍ لهخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د قطر امیر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته په نغوته کې ویلي؛ هغه هیله لري، چې پاکستان او افغانستان به وروستۍ ننګونې له منځه یوسي.
قطر د کابل او اسلامآباد ترمنځ په خبرو اترو کې اړین رول لوبولي او د دواړو لوریو ترمنځ یې پر منځګړیتوب د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.
ویل کیږي، چې د قطر له امیر سره په کتنه کې د پاکستان ولسمشر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې رول هم وستایه.
-
تازه خبرونه5 days agoولې افغانستان زلزلو ته ډېر مناسب دی؟
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان په شمال کې زلزلې بشري وضعیت اغېزمن کړی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
-
تازه خبرونه3 days agoله هیلو سره د استانبول غونډې ته ځو – د پاکستان بهرنیو چارو وزیر
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا دې له اسرائیلو ملاتړ پای ته ورسوي او له منځني ختیځ څخه دې ووځي
-
تازه خبرونه3 days agoد کانونو په پروژو کې د کورنیو سرچینو د کارولو په اړه د پالیسۍ مسوده د تصویب لپاره وارزول شوه
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان پر افغانستان د امریکا د بریدونو لپاره د خپلې خاورې کارول رد کړل
-
تازه خبرونه5 days agoپه بلخ او سمنګان کې زلزلې له ۵۰۰ څخه زیات کسان شهیدان او ټپیان کړل
