Connect with us

تازه خبرونه

د ویدیو لوبو اړتیا او غوښتنو د تینسینت شرکت عاید ډېر کړي

خپور شوی

د

د چین ترټولو لوی ویدیو لوبې او ټولنیزو رسنیو د تینسینت شرکت په ډاګه کړې، چې د دوه یمې ربعې عوایدو یې ۳۷ سلنه وده کړې.

د تینسینت د عایدو په ارقامو کې دا ډېروالی د بازار له وړاندوینې هم لوړ دی. تینسینت شرکت د خپل عاید ډېروالی د کورونا ویروس خپریدا او په کور کې د خلکو پاتې کیدل بولي.

د آنلاین لوبو عاید، چې د ټول پلور درېیمه برخه جوړوي؛ په دې ربع کې یې ۴۰  سلنه وده کړې. د دې زیاتوالي اصلي دلیلونه انلاین لوبې دي. لکه "Peacekeeper Elite" او " Honour of Kings ". د دغو لوبو خوښیدو کمپیوتری لوبې تر اغېز لاندې راوستي دي.

د ټولنیزو شبکو عایدات لکه «fintech»، سوداګریز خدمات او ټولنیز اعلانونه هم نږدې ۳۰ سلنه عاید لري.

په هره توګه، په رسنیو کې د اعلاناتو عاید د کمزورې اړتیا له مخې ۲۵ سلنه راټیټ شوی او د مطالبو تولید، خپراوی او توزیع وځنډول شول.

د نړۍ ترټولو لوی ویډیو لوبې شرکت تر دزې میاشتو د جون تر میاشتې ۳۳.۱ میلیارد یوان (۴.۸ میلیارد دالر) ګټه درلوده. د «Refinitiv» د څرګندونو له مخې، د دغه شرکت عایدات د وړاندوینې اوسط (۲۷.۵۶) میلیارد یوان و.

د دې شرکت ۲۹ سلنه وده ۱۱۴.۸۸ میلیارد یوان ته ورسیده، چې د بازار له وړاندوینې  ۱۱۲.۷۶ میلیارد یوان څخه ډېر و.

دا معلومات له هغې وروسته خپاره شول، چې امریکا اعلان وکړ چې دا هېواد به د «Wechat-related transactions» پروګرام اړوند معاملې بندې کړي.

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو چارواکو د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره د بشري مرستو پر پلي کولو خبرې وکړې

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وایي: دا ناسته او خبرې “د خلکو پر اقتصادي اړتیاوو او پرمختیایي لومړیتوبونو” راوڅرخېدې او دا ټینګار وشو، چې “بشري مرستې اغېزمنې او رڼې پلې شي.”

Published

on

Afghan minister of economy Din Mohammad Hanif and UNAMA chief Roza Otunbayeva

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا او مرستیالې یې انډریکا راټواته د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له چارسمبالي( سرپرست ) دین محمد حنیف سره بحث او خبرې کړې دي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وایي: دا ناسته او خبرې "د خلکو پر اقتصادي اړتیاوو او پرمختیایي لومړیتوبونو" راوڅرخېدې او دا ټینګار وشو، چې "بشري مرستې اغېزمنې او رڼې پلې شي."

د خبرپاڼې له مخې؛ د اقتصاد وزارت چارسمبالي په دې ناسته کې ټینګار وکړ، چې په روان کال کې باید د نړیوالو ادارو پاملرنه په هېواد کې پراختیایي فعالیتونو او د پروژو پلي کولو ته راواوړي، چې ورسره معیشتي ستونزې حل او د غربت او بې کارۍ کچه راټیټه شي.

د خصوصي سکټور غړي وايي؛  که په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو له لوري د هېواد د خصوصي  سکټور او د اقتصادي  پروژو په  برخه کې همکاري پراخه شي؛ نو نه یوازې به د کرنې سکټور وکولی شي په هېواد کې د بې‌ کارۍ کچه راټیټه کړي، بلکې د خلکو د ورځینیو عوایدو پر زیاتوالي به هم مثبتې اغېزې ولري.

د خصوصي سکټورغړي وايي؛ که د نړیوالو مرستیندویه بنسټونو له لوري په هېواد کې له انکشافي او اقتصادي پروګرامونو سره همکاري پرا خه شي له دې سره به په هېواد کې زرګونه کسانو ته د دوا مداره کار د زمینې ترڅنګ د ملي اقتصاد پر پراختیا هم مثبتې اغئزې وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پاکستان کې د افغانستان سفارت د افغان مهاجرو پر نیولو اندېښنه څرګنده کړه

دې سفارت د چارشنبې پر ورځ ( د مرغومي شپږویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سردار احمد شکیب په دې ناسته کې ټینګار وکړ؛ هغه کډوال، چې قانوني اسناد لري باید ملاتړ یې وشي.

Published

on

په پاکستان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر سردار احمد شکیب د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرې میرمن فیلیپا کینډلر سره وکتل او په اسلام‌آباد او راولپنډۍ کې یې د امنیتي ځواکونو لخوا د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې سفارت د چارشنبې پر ورځ ( د مرغومي شپږویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سردار احمد شکیب په دې ناسته کې ټینګار وکړ؛ هغه کډوال، چې قانوني اسناد لري باید ملاتړ یې وشي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پولیسو د افغانانو کورونه تلاشي کړل او افغان کډوال یې ونیول. هغه وګړي، چې ویزې او قانوني اسناد لري نیول کیږي او په ځینو مواردو کې له دوی څخه رشوت او ډیرې پیسې هم غوښتل کیږي.

دغه راز پاکستاني پولیسو ویلي؛ هغه افغانان، چې اسناد لري او که نه باید له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه ووځي.

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ میرمن فیلیپا کینډلر ویلي، چې هغې ته د پاکستاني پولیسو لخوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه شکایتونه رسېدلي، چې په راتلونکو ورځو کې به پدې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ننګرهار ولایت کې د کبانو بازار ښه شوی

کب پلورونکو زیاته کړې؛ د دې ولایت پر خلکو سربېره د نورو ولایتونو خلک هم د کبانو د خوړلو او اخیستلو لپاره ننګرهار ولایت ته راځي.

Published

on

د ننګرهار ولایت په مرکز جلالآباد ښار کې د کبانو پلورونکي وايي، چې په نورو ولایتونو کې د هوا له سړېدو سره د ننګرهار د کبانو بازار ښه شوی دی.

کب پلورونکو زیاته کړې؛ د دې ولایت پر خلکو سربېره د نورو ولایتونو خلک هم د کبانو د خوړلو او اخیستلو لپاره ننګرهار ولایت ته راځي.

د ننګرهار اوسېدونکي د کبانو د بازار په اړه وایي، چې د کب غوښې بیه لوړه ده او باید راټیټه شي.

د کب پلورونکو د څرګندونو له مخې؛  په دې بازار کې هر ډول کبان شته، خو ګراس کبان لوړه بیه لري. دوی زیاتوي، کورني کبان ښه کیفیت لري؛ خو دې ولایت ته ډېر کبان له پاکستان څخه واردېږي.

یو شمېر هغه خلک، چې د کب خوړلو لپاره راغلي وايي؛ بیې لوړې شوې دي او باید راټیټې شي، چې هرڅوک یې وخوري.

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي؛ په دې ولایت کې د کبانو لسګونه فارمونه شته او هڅه کوي، چې د کبانو د فارمونو له زیاتېدا سره ننګرهار پر ځان ‌بسیا کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!