Connect with us

نړۍ

د وینې تویېدنې د مخنیوي لپاره مو روان لاریون ودراوه – عمران خان

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د جمعې پر ورځ د معاملې د رامنځته کېدو راپورونه رد کړل او وایي، چې د لاریون درولو پرېکړه یې د وینې تویولو د مخنیوي لپاره  کړې ده.

هغه په ​​پېښور کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال څرګنده کړې، که له وخت مخکې ټاکنې اعلان ونشي؛ نو بیا به سړکونو ته راووځي.

هغه پر لاریونوالو د پولیسو پر برید خواشیني ښکاره کړه او حکومت یې تورن کړ، چې د پی ټي آی له پر نښه کولو دې لاس واخلي.

 عمران خان ویلي؛ له ما پوښتنه وشوه، چې ولې مو احتجاجي ناسته یا تحصن ونکړ. زه هغه سړی یم، چې ۱۲۶ ورځې مې تحصن وکړ. دا زما لپاره ستونزمنه نه ده، خو کله، چې زه ورسیدم زه له روان وضعیته خبر شوم […] زه پوهیدم، چې وینه به تویه شي.

عمران ویلي؛ چارواکو ته لارښوونه شوې وه، چې پر لاريون کوونکیو ډزې وکړي. خلکو د پولیسو “ترهګري” ولیده او هرڅوک جګړې ته چمتو و او خلک د دې ظلم له لیدو هم په غصه ول.

هغه وويل: د غصې پرمهال که ما تحصن کړې وای، زه ډاډه یم، چې وينې به بهېدې؛ ځکه د پوليسو د چارواکو پر وړاندې د کرکې احساس موجود و.

 د پي ټي آی مشر عمران خان دا هم ویلي؛ پولیس هم زموږ دي، دا د دوی ګناه نده. دا د حکومت سپارښتنه وه. که تاوتریخوالی روان وساتل شي، نو دا به په هېواد کې یوازې ګډوډي رامنځته کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا فکر مه کوئ، چې دا زمونږ ضعف دی او دا فکر مه کوئ، چې معامله شوې ده. زه عجیب شیان اورم، چې له حکومت سره معامله شوې ده. ما له هیچا سره معامله نده کړې.  

هغه دا هم څرګنده کړې، چې پي ټي آی به له “وارد شوي حکومت” سره خبرې اترې نکوي او مني یې هم نه.

هغه وایي: زه دا یو جهاد ګڼم. زه به د دې پر وړاندې تر هغې ودریږم، چې ژوندی یم.

 نوموړي یو ځل بیا حکومت ته د ټاکنو د وخت د اعلان لپاره شپږ ورځنی وخت ورکړ. که دوی په ښکاره توګه د ټاکنو یا د مجلسونو د لغو کولو نېټه اعلان نکړي؛ زه به بیا سړکونو ته راووځم. اجازه راکړئ، چې دا روښانه کړم؛ دا ځل به مونږ پوره چمتوو.

نړۍ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند له طرحې ملاتړ وکړ

Published

on

(Last Updated On: )

رویټرز راپور ورکړی؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند لپاره د ولسمشر جوبایډن له وړاندیز ملاتړ وکړ او له فلسطیني وسلهوالو یې وغوښتل، چې دا تړون د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره ومني.

حماس د امریکا له‌خوا د وړاندې شوي پرېکړه لیک له تصویب هرکلی کړی او څرګندوي؛ د طرحې د اصولو د پلي کولو په برخه کې، چې د خلکو او مقاومت غوښتنه هم ده له منځګړو سره همکارۍ ته چمتو دي.

روسیې له رایې ورکولو ډډه کړې. په داسې حال کې، چې د امنیت شورا پاتې نورو ۱۴ غړیو له هغه پرېکړه لیک څخه ملاتړ وکړ، چې بایډن د می پر  یودېرشمه د اسرائیلو پر نوښت د درې پړاویز اوربند طرحه وړاندې کړه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا ټوماس ګرینفیلډ له رایې ورکولو وروسته شورا ته وویل: “نن مونږ سولې ته رای ورکړه.”

دا پرېکړه لیک د اوربند له نوي وړاندیز هرکلی کوي او ښیي، چې اسرائیلو یې هرګلی کړی دی. له حماس څخه هم د منلو غوښتنه کوي او له دواړو خواوو غواړي، چې پرته له ځنډ او شرط  یې بشپړ پلی کړي.

په ملګرو ملتونو کې د الجزایر سفیر عمار بنجاما شورا ته ویلي: الجزایر، چې د شورا یوازنی عرب غړی دی له پرېکړه لیک ملاتړ کوي؛ ځکه دا پرېکړه لیک کولی شي د سمدستي او تلپاتې اوربند پر لوري د یو ګام استازیتوب وکړي.

هغه وایي: دا فلسطينيانو ته د هيلې يوه څرک وړاندې کوي. اوس هغه وخت رارسېدلی، چې وژنې ودرول شي.

په پرېکړه لیک کې جزئیات هم وړاندې شوي او دا په ګوته کوي، چې که د لومړي پړاو خبرې اترې له شپږ اوونیو هم ډېروخت ونیسي؛ اوربند به د خبرو تر پای ته رسېدو پورې روان وي.

د اسرائیلو موخې:

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا وپوښتل، چې اسرائیل په ځانګړي ډول څه هوکړه کړې او ویلي یې دي، چې امنیت شورا باید ” ناڅرګنده څرګندونې ” ونه‌مني.

واسیلي نبنزیا شورا ته وویل: مونږ نه غوښتل، چې دا پرېکړه لیک وتړو؛ ځکه څومره، چې مونږ پوهیږو، عربي نړۍ یې ملاتړ کوي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر ګیلا‌ډ ارډان د رایې ورکولو لپاره حاضر و؛ خو شورا ته یې وینا ونکړه. پرځای یې د ملګرو ملتونو لوړ پوړي اسرائیلي ډیپلوماټې ریوټ شاپیر بن نفتالي دې ادارې ته وویل، چې په غزه کې د اسرائیل موخې روښانه او څرګندې دي.

هغه وایي: اسرائیل لاندې اهدافو ته ژمن دي؛ د ټولو یرغمل شویو خوشې کول ، د حماس نظامي او سیاسي ړوړتیاوو له منځه وړل او ډاډ ترلاسه کول، چې غزه به په راتلونکي کې اسرائیلو ته ګواښ نه‌جوړوي. دا حماس دی، چې د دې جګړې د پای ته رسیدو مخه نیسي. هوا! یوازې حماس او حماس.

دې شورا په مارچ کې د سمدستي اوربند او د حماس له‌خوا د نیول شويو ټولو یرغملو بې شرطه خوشې کولو غوښتنه کړې وه.

له تېرو څو میاشتو راپدیخوا د امریکا، مصر او قطر مذاکره کوونکي هڅه کوي، چې د اوربند منځګړیتوب وکړي؛ خو حماس د غزې په تړانګه کې د جګړې دايمي پای ته رسول او د ۲ اعشاریه ۳ ميليون وګړو له محاصرې څخه د اسرائيلو شاتګ غواړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ اسرائیل د حماس پر وړاندې، چې پر غزه حاکم دي د اکتوبر د اوومې د برید ځواب ورکوي.

د اسرائیلو د شمېرو له مخې؛ د اکتوبر پر اوومه د حماس په برید کې له ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او له ۲۵۰ ډېر نور یرغمل شول او ویل کیږي، چې په غزه کې له سل ډېر یرغمل دي.

د غزې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اسرائیلو پر فلسطیني خاوره هوايي، ځمکني او سمندري بریدونه کړي، چې له کبله یې له ۳۷ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان او نږدې ټول فلسطین وران شوی دی.

Continue Reading

نړۍ

د اسرائیلو د جګړې د کابینې وزیر ګوښه شو

Published

on

(Last Updated On: )

د اسرائیلو د حکومت د جګړې د کابینې منځلاري څېرې بني ګانټز د یکشنبې پر ورځ ( د غبرګولي شلمه) د دغه هېواد د ستراتیژیکو او مهمو مسایلو په اړه د حکومت د سیاسي چلند په غبرګون کې خپله استعفا اعلان کړه.

ګانټز په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: نتانیاهو مونږ د رښتینې بریا پر لور له تګه راګرځوي.

ګانتز د دفاع پخواني وزیر او د نتانیاهو سیاسي سیال تېره میاشت د اسرائیلو له لومړي وزیر څخه وغوښتل، چې د جون تر اتمې پورې د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د غزې د ادارې لپاره یو نوی پلان وړاندې کړي؛ خو نتانیاهو د هغه مهال‌وېش له پامه وغورځاوه.

تمه وه، چې ګانتز د شنبې پر ورځ استعفا وکړي؛ خو دا د حماس له بنده د څلور اسرائیلیانو د خوشې کیدو خبر وځنډوله.

ګانتز د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې ستراتیژیکې او پرېکنده پرېکړې د نتانیاهو په حکومت کې د سیاسي مسلو او محاسبو تر اغېز لاندې دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د شنبې پر ورځ له ګانټز څخه وغوښتل، چې د اسرائیلو په اوسني حکومت کې پاتې شي.

هغه ویلي: زه له بني ګانټز څخه غوښتنه کوم، چې حکومت خوشې نکړي.

د ګانټز له وتلو سره به نتانیاهو د منځلارې ډلې ملاتړ له لاسه ورکړي او د سخت دریځو شخصیتونو دریځ، چې د غزې بشپړ اشغال او په لبنان کې له حزب الله سره جګړه غواړي؛ په کابینه کې پیاوړي شي.

که څه هم نتانیاهو او د هغه متحد ګوندونه د اسرائیلو په پارلمان کې له ۱۲۰ څوکیو څخه ۶۴ لري؛ خو اړتیا ده، چې د سخت دریځو ملتپالو ګوندونو پر سیاسي ملاتړ تکیه وکړي. د دغو سیاستوالو څرګندونې څو ځلې ان په واشنګټن کې د سختو ناکراریو لامل شوې دي.

اوس‌مهال نتانیاهو د اسرائیلو د لویدیځو متحدینو او په غزه کې د یرغمل شویو کورنیو له پراخو غوښتنلیکونو سره مخ دی، چې جګړه پای ته ورسوي او بندیان بېرته راستانه کړي.

د جګړې له پیله اته میاشتې تېرې شوي؛ خو اسرائیل اوس هم خپلو ټاکل شویو اهدافو ته ندی رسېدلی، ځکه د حماس ډېري لوړپوړي مشران ازاد دي او له سل ډېر یرغمل له حماس سره دي.

امریکا د اسرائیلو له لومړي وزیر څخه څو ځلي غوښتي، چې د غزې په اړه له جګړې وروسته یو کلک پلان جوړ کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن، چې تېره اوونۍ یې په غزه کې د سولې وړاندیز وکړ ویلي؛ نتانیاهو د جګړې له اوږدولو څخه ګټه پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حماس د روغتیا وزارت وايي؛ اسرائیلي ځواکونو د څلور یرغملو د ژغورنې په عملیاتو کې ۲۷۴ فلسطینیان وژلي دي.

Continue Reading

نړۍ

شمالي کوریا جنوبي کوریا ته د کثافاتو د بالونونو استول بیا پیل کړل

Published

on

(Last Updated On: )

د راپورونو له مخې شمالي کوریا جنوبي کوریا ته پر کثافاتو بار بالونونو استول له هغه ګواښ یوه اوونۍ وروسته بیا پیل کړل، چې که سویلي کوریا د شمالي کوریا ضد پروپاګند پاڼي بیا راواستوي؛ نو دوی به د بالونونو لېږلو بهیر روان وساتي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ تېره شپه او د یکشنبې پر سهار د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول او پولې ته څېرمه پر لسګونه بالونونه، چې کثافات یې لېږدول موندل شوي دي.

د سویلي کوریا پوځ د یکشنبې په ورځ ویلي، چې دا بالونونه مونږ ته “ډېر جدي” دي او د اړتیا په صورت کې د اقدام کولو لپاره چمتو یوو. د جنوبي کوریا پوځ په دې اړه نور څه ندي ویلي، چې څه ډول اقدامات به کوي.

سویلي کوریا خبرداری ورکړی؛ د شمالي کوریا پر وړاندې به داسې “سخت” ګامونه پورته کړي، چې کېدای شي د پولې په اوږدو کې نصب شوي لوی لوډ سپیکرونو څخه د تبلیغاتي پروګرامونو خپرول شامل وي.

د شمالي کوریا حکومت ویلي، چې دغه بالونونه د جنوبي کوریا د فعالانو له‌خوا د دغه هېواد پر ضد د تبلیغاتي پاڼو د لېږلو په غچ کې استول شوي دي. د می په وروستیو کې د شمالي کوریا له لوري سلګونه بالونونه پر کثافاتو او فاضله مواد بار لېږدول شوي وه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!