تازه خبرونه
د يونسیف ادارې رییس له سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي سره ولیدل
د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ نن سهار( د سلواغې اتلسمه ) په افغانستان کې د یونسیف ادارې مشر له شېر محمد عباس ستانکزي سره د مخهښۍ لیدنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې لیدنه کې ايکويزا څرګنده کړې، چې په افغانستان کې یې د خپل ماموريت دوه کلونه له وياړ او خوږو خاطرو ډک یاد کړل.
نوموړي د اسلامي امارت له ټولو ادارو او په ځانګړي توګه د بهرنيو چارو وزارت له همکارۍ د مننې ترڅنګ ویلي؛ له ده وروسته به ډاکټر تاج الدين د نوموړي پرځای په افغانستان کې د يونسيف ادارې کارونه پر مخ وړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په افغانستان کې د يونسیف فعالیتونه تاريخي او اوږد مهاله وبلل او له يادې ادارې څخه يې ځانګړې مننه وکړه.
ویل کیږي، چې عباس ستانکزي د ايکويزا کاري بهیر وستايه او افغانستان يې د نوموړي دوهيم کور وباله او هم يې د يونسيف راتلونکي مشر ته د همکارۍ ترڅنګ په چارو کې د برياليتوب هيله څرګنده کړه.