سیمه ییز خبرونه

د ټاكنوخپلواك كميسيون ته تر اوسه د ۲۵۹ مرکزونو د امنیت ډاډ ندی ورکړ شوی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنوخپلواك كميسيون وايي، چې لاهم د ولسمشريزو ټاكنو د ۲۵۹ مركزونو د امنيت په اړوند امنيتي ارګانونو ورته ډاډ نه دى وركړى. په همدې وخت كې د ولسواليو او ناحيو په كچه د ولسمشريزو ټاكنو لپاره د نوم ليكنې له پرانيستل شويو درې سوه نهه نوي مركزونو څخه په دوولسو مركزونو او څلورو ولسواليو كې د امنيتي ستونزو له كبله د نوم لكينې بهير نه دى پېل شوى.

د ټاكنو خپلواك كميسيون اووه مپاشتې مخكې امنيتي ارګانونو ته د رايو د اووه زرو مركزونو ليست وسپاره، چې د ټاكنو په ورځ ېې امنيت خوندي كړي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وايي:

څلور ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو په واك کې دي، او دوه سوه نهه پنځوس نور مركزونه له امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي، چې امنيتي ارګانونو يې دوى ته لا تر اوسه د امنيت ډاډ نه دى وركړى.

د ټاكنو كميسيون ویاند همدارنګه وایی، د نوم ليكنې په دوهمه مرحله كې، چي د ولسواليو او ناحيو په كچه پېل شوې،  د اويا زرو ښځو په ګډون درې سوه زرو كسانو د رايو كارتونه تر لاسه كړي دي.

همدارنګه د كورنيو چارو وزارت وياند  صديق صديقي وايي:

د را روانو ولسمشريزو ټاكنو د امنيت لپاره پوره چمتوالی لري.

نوموړی زیاتوي، هڅې روانې دي، چې د هغو مركزونو امنيت هم خوندي شي كوم، چې له امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون همدارنګه وايي، چې د هغو څلورو ولسواليو سر بېره، چې د وسله والو مخالفينو په واك کې دي، د غزني زنخان، د نورستان وامه، د كنړ چپه دره هغه ولسوالۍ دي، چې تر اوسه د نوم ليكنې مواد ورته ندي رسېدلي.

دغه راز د پكتيكا ګيان او د نورستان كامدېش ولسواليو ته د نوم ليكنې مواد رسېدلي، خو د امنيتي ستونزو له كبله څوك نه دى حاضر شوي، چې هلته د مامور په توګه كار وكړي.

Trending

Exit mobile version