Connect with us

سوداگري

د ټاپي پروژې کار په افغانستان کې پیل شو

ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه (د لیندۍ دولسمه) آریانا نیوز ته ویلي، چې د دغې پروژې له پرانستلو وروسته تر اوسه پورې د پروژې د پلي کولو لپاره اړین تخنیکي وسایل او تجهیزات(د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د صفري نقطې) ته ولېږدول شول او له لېږد وروسته اوس عملي کار پیل شوی دی.

خپور شوی

د

د اسلامي امارت ویاند وايي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار عملاً پیل شوی دی.

ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه (د لیندۍ دولسمه) آریانا نیوز ته ویلي، چې د دغې پروژې له پرانستلو وروسته تر اوسه پورې د پروژې د پلي کولو لپاره اړین تخنیکي وسایل او تجهیزات(د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د صفري نقطې) ته ولېږدول شول او له لېږد وروسته اوس عملي کار پیل شوی دی.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې د دې پروژې په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر خلک پر کار بوخت دي او لومړی پړاو به یې په راتلونکیو دوه کلونو کې بشپړ شي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د کاسا - ۱۰۰۰ پروژې عملي کار به ډېر ژر پیل شي او د پلان شویو پروژو چارې به هم پیل شي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې؛ افغانستان به ورو ورو په پښو ودریږي او د هېوادوالو لپاره به ښه کاري فرصتونه برابر شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم په دې باور دي، چې دغه پروژه د سیمې د اقتصاد په وده کې مهم رول لوبوي.

د ټاپي پروژې مسوولینو ويلي، د دې پروژې له بشپړېدو سره به په افغانستان کې ۱۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او له دې پروژې څخه به د افغانستان کلنی عاید نږدې یو میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

ویل کیږي، چې ټاپي د ۱۸۰۰ کیلومټرو پر اوږدوالي له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د طبیعي ګاز د پايپ لېږدولو پروژه ده. افغانستان به له ټاپي پروژې څخه په لومړیو ۱۰ کلونو کې د شاوخوا ۵۰۰ میلیون مټر مکعب ګاز او په راتلونکیو ۲۰ کلونو کې د یو میلیارډ مټر مکعب ګازو په ترلاسه کولو سربېره هر کال د ګاز له لېږد څخه شاوخوا ۴۵۰ میلیون ډالر عواید ترلاسه کړي.

سوداگري

په پنجشېر کې ۲۱۳۳ قیرطه زمرد  د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول

Published

on

د پنجشېر ولایتي مقام د رسنیو دفتر ویلي؛ په دې ولایت کې ۲ زره ۱۳۳ قیرطه زمرد پر ۵۶۶۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.

 د پنجشېر والي ویاند  سیف الدین لټون زیاته کړې؛ په دې داوطلبۍ کې له ۱۰۰ ډېرو سوداګرو برخه اخیستې وه، چې یاده کچه زمرد په کې پر کورنيو سوداګرو وپلورل شول.

سیف الدين لټون وایي: « په دې بولۍ کې ځوانو پنجشيري سوداکرو ګډون کړی و، چې خلک يې د دې ولایت راتلونکي وټه‌ییز( اقتصادي ) حالت لپاره ګټور ګڼي.

د پنجشېر خلک د زمردو په کانونو کې کار کولو ته خوښ دي او له ولایتي ادارې څخه په دې ولایت کې د ۳۰ کیلومټره اوسپنې پر کشف شوي کان هم د کار پیلولو غوښتنه کوي.

د پنجشېر والي محمد اغا حکيم په دې اړه ويلې:« د دې ولایت ځوانانو ته د کار پیداکولو لپاره د یاد کان سروې بشپړه شوې او د داوطلبۍ په پړاو کې دی، چې له پرانستو سره به يې زرونو ځوانانو ته کار پیدا او وټه‌ییزو فعالیتونو ته به ورسره زمینه برابره شي.»

ویل کیږي، چې د دې ولایت په ټولو کانونو کې سیمه‌ییزو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د روسیې د اوړو تر ټولو لوی پېرودونکی و

د دې مرکز د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د ۸۰ میلیون ډالرو پر ارزښت اوړه ورکړ شوي، چې د ۲۰۲۳ کال پر پرتله دوه چنده دي.

Published

on

د روسیې د کرنیزو صادراتو مرکز( اګرو ایکسپورت) افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د روسیې د اوړو تر ټولو لوی واردونکی هېواد اعلان کړی دی.

د دې مرکز د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د ۸۰ میلیون ډالرو پر ارزښت اوړه ورکړ شوي، چې د ۲۰۲۳ کال پر پرتله دوه چنده دي.

د روسیې د کرنیزو محصولاتو د اوبپاڼې د معلوماتو پر بنسټ په ۱۴۰۲ کال کې اعلان کړی و، چې افغانستان ته د دې هېواد د اوړو صادرات د ۲۰۲۱ کال له نیمایي راپدېخوا ۲۰ برابره زیات شوي دي.

یاد مرکز زیاته کړې؛ د افغانستان کورني تولیدات د هېواد د وګړو اړتیاوې نشي پوره کولی او د اوړو په ګډون د خوراکي توکو وارداتو پورې تړلي دي.

تېر کال د روسیې د غنمو او جوارو د اوړو ټول صادرات ۳۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدل، چې په کې د کلني ارزښت له مخې ۳ سلنه او د حجمي ارزښت له کبله  ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دې راپور له مخې، چین او ترکمنستان هم د روسیې د اوړو د درې مخکښو پېرودونکو په ډله کې دي.

Continue Reading

سوداگري

په افغانستان کې له بدخشان څخه تر هرات پورې د ډبرو سکرو یو کمربند شته  

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي: په هېواد کې د ۷۰۰ کیلومټره پر اوږدوالي او ۴۰ کیلومټره پلنوالي یو کمربند شته، چې افغانستان ترې په پراخه پیمانه استفاده کولی شي او اوس هم دا لړۍ روانه ده.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې له بدخشان څخه تر هرات پورې د ډبرو سکرو یو کمربند شته، چې ۷۰۰ کیلو مټره اوږدوالی او څلوېښتو کیلومټره پلنوالی لري.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي: په هېواد کې د ۷۰۰ کیلومټره پر اوږدوالي او ۴۰ کیلومټره پلنوالي یو کمربند شته، چې افغانستان ترې په پراخه پیمانه استفاده کولی شي او اوس هم دا لړۍ روانه ده.

نوموړي ويلي؛ د ډبرو سکرو دوه لوی تړونونه لاسلیک شوي، چې یو يي په سرپل او بل يي په هرات کې دی، چې د استخراج او پروسس لړۍ  یې هم روانه ده.

د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو ويلي، چې له ډبرو سکرو څخه د انرژۍ تولید د دوۍ د پالیسۍ یوه برخه ده او له ځینو پانګوالو سره يي خبرې هم پیل کړې دي.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند ويلي، چې په هېواد کې د ډبرو سکرو شتون د انرژۍ د تولید لپاره له خورا مهمو عناصرو څخه شمېرل  کیږي او له خصوصي سکټور سره خبرې روانې دي، چې د انرژۍ تولید پیل کړي.

د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وایي: مونږ په هېواد کې د ګاز، اوبو، باد او لمر ترڅنګ د ډبرو سکرو پر برښنا هم فکر کوو او که له خصوصي سکټور سره پایلې ته ورسیږو؛ کار به پرې پیل کړو.

د خصوصي سکټور غړيو ويلي، چې د هیواد د انرژۍ اړتیا ته په کتو حکومت باید په هېواد کې د ډبرو سکرو څخه د انرژۍ د تولید لپاره اقدامات وکړي، چې د هېواد د انرژۍ د کمښت ستونزه بنسټیزه حل شي.

د صنایعو او کانونو خونې غړی عبدالنصیر رشتیا وایي: په هېواد کې د ډبرو سکرو لوړ ظرفیتونه شته او له دې طرفیتونو څخه باید استفاده وشې خصوصا د انرژۍ د تولید په برخو کې به د برښنا د کمښت ستونزه بیخي اواره شي.

د اقتصادي چارو شنونکي هم وايي که حکومت له ډبرو سکرو څخه د انرژې تولید ته راودانګي؛ افغانستان به ډېر ژر د انرژۍ د کمښت له ستونزو خلاص شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!