سیمه ییز خبرونه

د پاکستان او تاجکستان مشرانو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ

د دغو دواړو حکومتي مشرانو د ګډې خبرپاڼې له مخې، چې د چارشنبې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خپره کړې؛ راغلي: په دې برخه کې دوی د افغانستان لپاره د یوه ټولګډونه حکومت درلودل اړین یاد کړي دي.

Published

on

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتړنکي شول.

د دواړو حکومتونو مشرانو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د سوکالۍ او پرمختګ لپاره بنسټیزه اړتیا ده.

د دغو دواړو حکومتي مشرانو د ګډې خبرپاڼې له مخې، چې د چارشنبې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خپره کړې؛ راغلي: په دې برخه کې دوی د افغانستان لپاره د یوه ټولګډونه حکومت درلودل اړین یاد کړي دي.

د پاکستان او تاجکستان مشرانو د امنیتي ګواښونو د پراخېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې او له ترهګرۍ سره یې د مبارزې په برخه کې د دوشنبې او اسلام‌آباد پر همکاریو ټینګار کړی دی.

د دوی په ګډه خبرپاڼه کې په ډاګه شوې نده، چې دوی له کوم امنیتي ګواښ سره مخ دي؛ خو پاکستان تل ادعا کړې، چې په دې هېواد کې بریدونه د افغانستان له خاورې تحریک طالبان پاکستان تر سره کوي. تاجکستان هم اندېښنه ښودلې، چې له افغانستان څخه تاجکستان ته د ترهګرو ډلو د نفوذ خطر مخ پر ډېرېدو دی.

اسلامي امارت دغه دواړه ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی، چې اجازه نه‌ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

د پاکستان لومړي وزیر دوشنبې ته په خپل سفر کې له تاجکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.

اړوند خبرونه:

د پاکستان دفاع وزیر د افغانستان پروړاندې د بریدونو ګواښ وکړ

په پکتیکا او خوست کې د پاکستان هوایي بریدونه پر افغان خاورې ښکاره تېری دی – مجاهد

 

Trending

Exit mobile version