تازه خبرونه

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له افغان کډوالو سره ناوړه چلند رد کړ

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت عليخان د افغانستان چارسمبالي حکومت د سفارت د څرګندونو په ځواب کې له کډوالو سره د اسلام‌آباد د ناوړه چلند په اړه څرګندونې ناسمې یادې کړې او د بې اسنادو افغانانو د بېرته ستنېدو د اسانتیا لپاره یې د پاکستان پر هڅو ټینګار وکړ.

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌آباد کې د چارسمبالي( سرپرست ) حکومت د سفارت هغه نیوکې رد کړې، چې له کډوالو سره یې د پاکستان پر چلند نیوکې کړې وې او په کابل کې یې د حکومت له چارواکو وغوښتل، چې د افغان کډوالو د ستنېدو او ادغام لپاره شرایط رامنځته کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت عليخان د افغانستان چارسمبالي حکومت د سفارت د څرګندونو په ځواب کې له کډوالو سره د اسلام‌آباد د ناوړه چلند په اړه څرګندونې ناسمې یادې کړې او د بې اسنادو افغانانو د بېرته ستنېدو د اسانتیا لپاره یې د پاکستان پر هڅو ټینګار وکړ.

شفقت علیخان ویلي: ” له افغان وګړو سره د ناوړه چلند په اړه تبصرې نامناسبې دي. په ۲۰۲۳ کال کې مونږ د غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان پر غاړه اخیستی او مناسب میکانیزمونه مو رامنځته کړي دي او دا ډاډ تر لاسه شوی، چې د بېرته ستنولو د پروګرام په بهیر کې هیڅوک ونه ځورول شي.”

هغه ټینګار کړی، چې ” خپل هېواد ته د کډوالو د اسانه ستنولو د ډاډ ترلاسه کولو لپاره پاکستان له افغان لوري سره په پراخه کچه همکاري کړې او له چارسمبالي حکومت یې غوښتي، چې د دوی د ادغام لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي.”

د افغانستان سفارت پرون (د کب پر لومړۍ) ویلي، چې په اسلام‌آباد او راولپنډۍ کې افغان وګړي نیول شوي، تلاشي شوي او د پاکستان نورو برخو ته د تلو امر ورته شوی دی.

د افغانستان سفارت زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت په رسمي ډول دې سفارت ته خپل اقدامات اعلان کړي ندي.

په اسلام‌آپاد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د ملګرو ملتونو له کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) سره خبرو اترو ښودلې، چې دا بنسټ هم د پاکستان له اقداماتو څخه بې خبره و او پاکستانيو چارواکو د ټولو افغان کډوالو د ایستلو لپاره “ټاکل شوی او وروستی پلان” د هغو کسانو په ګډون، چې د افغانستان تابعیت کارتونه او د نوم‌لیکنې کارتونه هم لري؛ تصویب کړی دی.

دا ناندرې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده او د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې د دې پروژې له پیل راپدېخوا له ۸۱۵ زره څخه ډېر کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

Trending

Exit mobile version