تازه خبرونه
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسلامي امارت ته د سرحدي نښتو په اړه خبرداری ورکړ
اسحاق ډار زیاته کړې؛ د پاکستان پوځ په خپلو دفاعي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره له ډېراحتیاط څخه کار اخلي؛ خو د اسلامي امارت ځواکونه ملکي وګړو ته ځاني زیان رسوي.
د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د اسلامي امارت لهخوا “بې دلیله” بریدونه یو پاروونکی عمل دی.
اسحاق ډار زیاته کړې؛ د پاکستان پوځ په خپلو دفاعي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره له ډېراحتیاط څخه کار اخلي؛ خو د اسلامي امارت ځواکونه ملکي وګړو ته ځاني زیان رسوي.
هغه له اسلامي امارت څخه بیا وغوښتل؛ د هغو عناصرو پر وړاندې اقدام وکړي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې خرابوي او خبرداری یې ورکړ، چې پاکستان به د خپلې خاورې، حاکمیت او خلکو د دفاع لپاره له هیڅ ډول کړنې څخه ډډه ونکړي.
دغه راز د اسلامي امارت ویاند نن په یوه رسنیز کنفرانس کې ادعا وکړه، چې د پاکستان په نظام کې ځینې کړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابولو هڅه کوي او نړۍ ته ناسم معلومات لېږدوي.
دا پا داسې حال کې ده، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې ويلي : د اسلامي امارت ځواکونو تېره شپه “غچ اخیستونکي” بریدونه کړي، چې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي، ۳۰ ټپیان دي او له ۲۰ څخه ډېرې امنیتي پوستې ونیول شوې.
