سیمه ییز خبرونه

د پاکستان بیلتون غوښتونکو بلوڅانو د مسافر وړونکي ریل‌ګاډي مسافر برمته کړي

د بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ ویاند ویلي، چې په یرغمل شویو کسانو کې د پوځ، پولیسو او آی ایس آی امنیتي ځواکونه شته، چې ټولو کورونو ته سفر کاوه.

Published

on

د پاکستان جعفر ایکسپرس مسافر وړونکی ریل‌ګاډی، چې په نهو ډبو کې یې ۴۰۰ مسافر لېږدول؛ د پاکستان د جنوب لویدیځ بلوڅستان ایالت له کویټې څخه د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ته روان و، چې وسلوالو پرې برید وکړ.

د پاکستان پولیسو او د اورګاډي چارواکو د سې‌شنبې پر ورځ (د کب یوویشتمه) اعلان وکړ، چې بیلتون غوښتونکو وسلوالو د پاکستان په جنوب لویدیځ کې پر یوه مسافر وړونکي اورګاډي برید کړی، چې سلګونه مسافر یې برمته کړی هم دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د “بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ” وسلوالو په یوه خبرپاڼه کې د برید مسولیت پر غاړه واخیست او اعلان یې وکړ، چې ځواکونو یې په ریل‌ګاډي کې مسافر، د امنیتي ځواکونو په ګډون، یرغمل نیولي دي.

د بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ ویاند ویلي، چې په یرغمل شویو کسانو کې د پوځ، پولیسو او آی ایس آی امنیتي ځواکونه شته، چې ټولو کورونو ته سفر کاوه.

دغه راز زیاته شوې، چې د دوی په ډله کې له ۱۰۰ څخه ډېر پاکستاني پوځي دي.

دې وسلوالې بېلتون غوښتونکې ډلې دا هم ویلي، چې په برید کې ۶ سرتېري وژل شوي او ۴۵۰ مسافر یرغمل دي او که پاکستاني امنیتي ځواکونه عملیات وکړي؛ نو ټول یرغمل شوي کسان به اعدام شي.

د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ امنیتي ځواکونو او سیمه‌ییزو چارواکو د یرغمل نیولو خبره نده تائید کړې.

د بلوچستان صوبايي حکومت بېړنی حالت اعلان کړی او ټولو ادارو ته یې د تیارسئ امر کړی دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا برید وغانده او وایي، چې امنیتي چارواکو وسلوال برید “پر شا تمبولی” دی.

د بلوڅستان آزادۍ پوځ خبریالانو ته پر برېښنالیک لیږل شوی خبرپاڼه کې ویلي: “ملکي مسافر په ځانګړي توګه ښځې، ماشومان، زاړه او بلوڅ اتباع په خوندي ډول خوشې شوي او دوی ته یوه خوندي لار ورکړ شوې ده.”

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا برید وغانده او له ۱۰۰ څخه د ډېرو مسافرو د ژغورلو لپاره یې له پوځ مننه وکړه.

هغه ويلي: “هغه کسان، چې په بې ګناه مسافرو بريد کوي؛ د هېواد دښمنان دي.”

د پاکستان په بلوڅستان ایالت کې امنیتي حالت له څو لسیزو راپدېخوا نا امنه روان دی، چې په دې ولایت کې بیلتون غوښتونکي ډلې پر حکومتي ځواکونو، پوځ او په سیمه کې د چین پر ګټو بریدونه کوي.

Trending

Exit mobile version