تازه خبرونه
د پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
په سلګونو لارۍ، چې انټي بیوټیک، انسولین، واکسینونه، د زړه درمل او نور تجهیزات په کې دي؛ د تورخم، چمن او نورو بندرونو په ګمرکونو او زیرمو کې بند پاتې دي.
پاکستانيو رسنیو د صنعتي سرچینو د راپور له مخې څرګنده کړې؛ له افغانستان سره د لارو د بندېدا له کبله افغانستان ته د پاکستان د درملو صادرات بشپړ بند شوي، چې له کبله یې د دې صنعت نږدې ۲۰۰ میلیون ډالرو صادرات اوس له بشپړ زیان سره مخ شوي دي.
په سلګونو لارۍ، چې انټي بیوټیک، انسولین، واکسینونه، د زړه درمل او نور تجهیزات په کې دي؛ د تورخم، چمن او نورو بندرونو په ګمرکونو او زیرمو کې بند پاتې دي.
ځینو شرکتونو راپور ورکړی، چې د سلګونو میلیون روپیو ارزښت لرونکي توکي ځنډول شوي دي.
د پاکستان د درملو جوړونکو ټولنې استازو خبرداری ورکړی، چې دې بندېدا افغانستان او نورو سیمو ته صادرات ۱۰۰ سلنه اغېزمن کړي او شرکتونو ته یې نه جبرانېدونکي اقتصادي زیانونه رامنځته کړي دي.
دوی وايي، چې افغانستان د پاکستان ترټولو لوی ځمکنی سوداګریز ملګری دی او منځنۍ آسیا ته د ټرانزیټ یوه مهمه لار هم ګنل کیږي. د دې لارې بندېدا نه یوازې د درملو سوداګري اغېزمنه کړې، بلکې د سیمهییز اتصال پروژه( د پاکستان-ازبکستان-افغانستان اوسپنېپټلۍ ) یې هم له خطر سره مخ کړې ده.
د پاکستان تولیدوونکو له حکومت غوښتنه کړې، چې د بشري دلایلو له مخې د درملو لېږد ته بېړنۍ اجازه ورکړي او اندېښنه څرګندوي؛ د تودوخې له کبله شونې ده، چې حساس درمل؛ واکسینونه او انسولین خراب شي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.
ملګرو ملتونو تائید کړې؛ د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د سازمان د عمومي منشي مرستیال رزماري ډیکارلو پلان لري، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې کابل ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.
دوجاریک ویلي، چې دا سفر د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټرش لهخوا د ۲۰۲۳ کال په می میاشت کې د پیل شوي دوحې د بهیر تعقیب لپاره دی. هغه ټینګار وکړ، چې ښکېلتیا باید اصولي او عملي وي، چې د افغانانو د ګټو او هوساینې راوڅرخیږي.
د ډیکارلو د سفر پلان په پیل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لهخوا د سېشنبې پر ورځ له امیر خان متقي سره د یوناما د چارواکو له لیدنې وروسته اعلان شو.
تازه خبرونه
جاپان په افغانستان کې له روغتیایي برخې سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې به په پېنځه ولایتونو کې ۲۱۰ زره خلکو ته د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي، چې په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو تمرکز کوي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې د طبیعي پېښو قربانیانو لپاره د رواني او ټولنیزې روغتیا د ملاتړ پراخولو لپاره د جاپان ۳ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې به په پېنځه ولایتونو کې ۲۱۰ زره خلکو ته د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي، چې په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو تمرکز کوي.
دې بنسټ زیاته کړې؛ دا ډول مرستې په هغو سیمو کې روغتیایي پاملرنې او رواني ټولنیز ملاتړ ته د لاسرسي ښه کولو لپاره مهمې دي، چې خدمات محدود وي او د زیان منونکو خلکو ترمنځ د هوساینې په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.
تازه خبرونه
نږدې یو میلیون غیرقانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه شول – ټریبیون ورځپاڼه
د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي؛ په راستنېدونکو کې ۲۳۰ زره ۴۷۰ کسان د ثبت، ۷۱ زره ۵۷۰ یې د افغانستان د تابعیت کارتونو لرونکي او ۶۸۶ زره ۷۷۲ نورو قانوني اسناد نلرل.
د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا له لارې د غیرقانوني افغان وګړو د بېرته ستنولو بهیر روان دی او تر اوسه پورې ۹۸۸ زره ۸۱۲ کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي؛ په راستنېدونکو کې ۲۳۰ زره ۴۷۰ کسان د ثبت، ۷۱ زره ۵۷۰ یې د افغانستان د تابعیت کارتونو لرونکي او ۶۸۶ زره ۷۷۲ نورو قانوني اسناد نلرل.
یوازې پرون ۲ زره ۳۱۲ افغانان د تورخم له لارې ستانه شول، چې په کې ۱۵۲۲ د ثبت کارت لرونکي، ۲۷۷ د تابعیت کارت لرونکي او ۵۱۳ اسناد نهلرونکي کسان ول.
دا بېرته ستنېدا د پاکستانيو چارواکو پر ټینګار روانه ده؛ ځکه، چې موخه یې د غیرقانوني کډوالۍ اداره کول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو ویلي؛ له کډوالو سره باید انساني او اصولي چلند وشي.
-
تازه خبرونه2 days agoافغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
روغتيا2 days agoد روغتیا وزارت مرستیال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه
-
سوداگري2 days agoپه افغانستان کې د مسلکي کارګرو لپاره د وړتیاوو د تثبیت بهیر پیل شو
-
نړۍ2 days agoاسرائیلو او څو عربي هېوادونو پر ایران د برید نهکولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري4 days agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
تازه خبرونه3 days agoعبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوي رییس شو
-
تازه خبرونه2 days agoروسیه او امریکا اوسمهال د افغانستان په اړه هیڅ اړیکه نلري- کابلوف
