تازه خبرونه
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال کابل ته راغی
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم او نورو چارواکو په کابل هوايي ډګر کې له نوموړي تود هرکلی وکړ.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن (شنبه د وري دېرشمه ) د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته راغی.
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم او نورو چارواکو په کابل هوايي ډګر کې له نوموړي تود هرکلی وکړ.
نوموړي به په دې یو ورځني سفر کې، له رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند، دییس الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزارت اه چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي سره وګوري او خبرې اترې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛، “دا خبرې اترې به د پاکستان او افغانستان د اړیکو ټول اړخونه تر پوښښ لاندې راولي او د امنیت، سوداګرۍ، سیمهییزې اړیکې او د خلکو ترمنځ د اړیکو په ګډون د متقابلو ګټو په ټولو برخو کې د همکارۍ د ژورولو پر لارو چارو راوڅرخيږي.”
دې وزارت زیاته کړې، چې د پلاوي سفر له “ورور هېواد” افغانستان سره د دوامداره اړیکو د پیاوړتیا لپاره د پاکستان ژمنتیا څرګندوي.