تازه خبرونه
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته راځي
ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.
د افغانستان په چارو کې د همغږۍ وزارت لوړ پوړیو چارواکو تېره ورځ په اسلام آباد کې د مشرانو جرګې د مشر اسد قیصر په مشرۍ په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه، چې ښاغلی یوسف دې کابل ته سفر وکړي.
د پاکستان د ولسي جرګې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ ټاکل شوې، چې د ملي امنیت د سلاکار په مشرۍ یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی به ډېر ژر له افغان حکومت سره د مرستو پر ټولو اړخونو د خبرې لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
تر اوسه د دغه سفر کره نېټه نده ټاکل شوې؛ خو راپورونه په ډاګه کوي، چې ښاغلی یوسف به ښايي د همدې میاشتې له ۱۷ تر ۱۸ نېټې کابل ته سفر وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څرګنده کړې؛ اسلامي امارت غواړي، چې د خبرو له لارې ستونزې اوارې کړي.
له دې مخکې د پاکستان پوځ ویلي وه، چې په هر صورت به د ډیورنډ پر کرښه د کټارو لګولو کار بشپړ کړي.
د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار ویلي، د اغزنې کټارې لګولو ۹۴ سلنه برخه بشپړه شوې او پاتې برخه به هم ژر بشپړه شي.
دواړو لوریو ټینګار کړی، چې دا مسله باید د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
د دې سفر نیت په داسې حال کې شوی، چې افغان او پاکستانيو سرحدي ځواکونو پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار پر سر نښته کړې او افغان ځواکونو ترې اغزن تار هم راټول کړی دی.