سیمه ییز خبرونه

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ناقانونه واده سزا لغو شوه

عمران خان او میرمن یې بشرا بي بي د اسلامي شریعت خلاف له طلاق وروسته ژر د واده کولو پر تور پر اووه کاله بند محکوم شوي وه.

Published

on

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړ، چې د پاکستان یوې محکمې د شنبې پر ورځ د ناقانونه واده له کبله د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان محکومیت لغو کړ؛‌ خو هغه به د خلکو د پارولو پر تور اوس هم په زندان کې پاتې وي.

عمران خان او درېیمه میرمن یې بشرا بي بي په فبروري کې د اسلامي شریعت خلاف له طلاق وروسته ژر د واده کولو پر تور پر اووه کاله بند محکوم شوي وه.

د اسلام‌آباد د یوې محکمې قاضي افضل ماجوکا د محکمې د غونډې پر مهال ویلي: د عمران خان او بشرا بي بي د دواړو استیناف غوښتنه منل شوې ده.

د خان پر مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یوه ویاند هم ویلي، چې پر خان لګېدلي تورونه رد شوي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې هم ویلي، چې د خان بند قانوني بنسټ نلري او د سیاسي اغراضو ښکار شوی دی.

خان د هغه د ګوښه کیدو پړه د هیواد پر ځواکمنو پوځي جنرالانو اچولې. رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان هیڅ لومړي وزیر له ۱۹۴۷ راپدیخوا د اساسي قانون پېنځه کلنه دوره نه ده بشپړه کړې.

اړوند خبرونه:

د ټاکنو په وروستۍ شمېرنه کې د عمران خان خپلواک ملاتړي مخکښ شول

 

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان ونیول شو

Trending

Exit mobile version