سیمه ییز خبرونه
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو لسګونه پولیس ټپیان کړل
د رویټرز د راپور له مخې؛ د دې لاریون مشري د خیبر پښتونخوا د شمال لویدیځ ایالت مشر کوله، چې موخه یې د خان د خوشې کیدو لپاره فشار او د واکمن ائتلاف پر وړاندې لاریون و.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شنبې پر ورځ ویلي: د پاکستان د پخواني بندي لومړي وزیر عمران خان له پلوي لاریونوالو سره په نښته کې، چې اسلامآباد ته نږدې رامنځته شوې؛ له ۸۰ ډېر پولیس ټپیان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د دې لاریون مشري د خیبر پښتونخوا د شمال لویدیځ ایالت مشر کوله، چې موخه یې د خان د خوشې کیدو لپاره فشار او د واکمن ائتلاف پر وړاندې لاریون و.
نقوي خبریالانو ته ویلي؛ لاریونوالو، چې مشري یې وزیر اعلی کوله، پر پولیسو ډزې وکړې او د قانون پلي کوونکیو پر وړاندې یې اوښکې بیوونکی ګاز وکاروه.
هغه ویلي: د جمعې له ورځې راپدېخوا، چې له ښاره بهر په حکومت ضد لاریون کې له پولیسو سره نښتې پیل شوې؛ له ۸۰ ډېر پولیس ټپیان شوي دي.
په راپور کې راغلي؛ چارواکو د غونډې د مخنیوي لپاره اسلامآباد تړلی او د ګرځند خدمات یې درولي دي.
نقوي ویلي: په داسې حال کې، چې کاروان پر درندو وسلو سمبال و؛ پولیسو ته د وسلو د نه ګرځولو سپارښتنه شوې، چې د وضعیت د خرابېدو مخه ونیسي. حکومت په اسلامآباد کې د امنیت د ټینګښت لپاره پوځ ځای پر ځای کړی دی.
د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند ( پي ټي آی ) د تاوتریخوالی کارول ردوي او وايي، غواړي سولهییزه غونډه وکړي.
نقوي دمخه پر پي ټي آی غږ کړی و، چې په ښار کې له ډیپلوماټیک مصروفیتونولپاره هره غونډه د اوکتوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه د شانګهای همکارۍ ټولنې (اس سي او) ړ غونؤې لپاره وځنډوي، چې په کې به د چین ، روسیې او هند په ګډون پلاوي ګډون وکړي.
د شنبې پر ورځ نقوي ویلي؛ چارواکو استخباراتي معلومات درلودل، چې لاریونکوونکي د پام اړولو لپاره د ( ایس سي او) د ناستې ګډوډولو پلان درلود.
نقوي وایي: مونږ دې ته اجازه نشو ورکولی. زه به دوی ته یو ځل بیا ووایم، چې نور له سرې کرښې نه تېریږي – مونږ دې ته مه اړ کوئ، چې سخت ګامونه پورته کړو.
رویټرز راپور ورکړی، چې ( پي ټي آی ) وايي؛ د اسلامآباد احتجاج یوازې د یوې ورځې لپاره دی. د شنبې پر ورځ په ختیځ ښار لاهور کې هم یوه غونډه کوي، چې سړکونه بند دي.
سیمه ییز خبرونه
د آیاسآی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور محکوم شو.
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.
د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې لهخوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
تحریک طالبان پاکستان د کرمې په اړوند سیمه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶ پوځیان وژلي او څلور نور ټپیان دي.
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
پولیسو زیاته کړې په دې نښته کې د ټيټيپي دوه وسلوال هم وژل شوي دي.
پولیس وایي؛ په دې برید کې د ټي ټي پي یو سیمهییز قومندان عثمان خیبري نومی هم وژل شوی دی.
اسلام آباد په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا نیوکه کړې او لکه تل څرګندوي، چې وسلوال له افغان خاورې څخه پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره کار اخلي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او څرګندوي، چې د پاکستان امنیت یوه داخلي مسله ده.
سیمه ییز خبرونه
د عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، چې اوسمهال په زندان کې دی؛ زامنو یې د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ورکوي، چې هغه د وروستي ځل لپاره درې اوونۍ مخکې ژوندی لیدل شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.
د هغه زوی قاسم خان ویلي: “نه پوهیږي، چې پلار مو روغ، ټپي یا ان ژوندی دی؛ دا د رواني ځورونې یوه بڼه ده.”
د خان کورنۍ پرلهپسې د هغه شخصي روغتیا ته د لاسرسي غوښتنه کړې؛ خو د یو کال پر تېرېدو هم دې لاسرسي ته ونهرسېدل او د پاکستان کورنیو چارو وزارت دې غوښتنې ته له څه ویلو ډډه کړې. په داسې حال کې، چې د زندان یوه ناڅرګند چارواکي رویټرز ته ویلي، چې خان په ښه روغتیایي حالت کې دی او د بشپړ امنیت لرونکي زندان ته یې د لېږدولو هیڅ پلان نشته.
۷۳ کلن عمران خان د ۲۰۲۳ له اګست راپدېخوا د هغو تورونو له کبله، چې هغه يې سیاسي او غچ اخیستونکی بولي په زندان کې ساتل شوی دی. هغه لومړی په “توشهخانه” نومې قضیه کې؛ د لومړي وزارت پر مهال د ډالیو د غیرقانوني پلورلو پر تور ونیول شو. بیا د ډیپلوماټیک سند د افشا کولو له کبله پر ۱۰ کلن بند او د فساد په قضیه کې پر ۱۴ کلن بند محکوم شوی دی.
د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند وايي، چې دا دوسیې له سیاسي او ټاکنیز بهیر څخه د عمران خان د لرې کولو لپاره ډیزاین شوې دي.
د خان کورنۍ دا هم ویلي، چې د چارواکو لهخوا بشپړه چوتیا او د اړیکو نشتوالي اندېښمن کړي او د خلکو له سترګو څخه د هغه د لرې ساتلو لپاره یې د قصدي هڅو احساس رامنځته کړی دی.
قاسم خان زیاته کړې: “دا انزوا قصدي ده. دوی ترې وېره لري. هغه په پاکستان کې ترټولو ګران مشر دی او دوی پوهیږي، چې نشي کولی هغه پر ډیموکراټیک بڼه مات کړي.”
د خان کورنۍ له کورنیو او نړیوالو بشري حقونو ادارو سره اړیکه نیولې او هغه یې د لاسرسي او د محکمې د حکم سمدستي پلي کولو غوښتنه کړې ده.
قاسم خان ویلي:”دا یوازې یوه سیاسي شخړه نده؛ دا د بشري حقونو ناورین هم دی. باید له ټولو خواوو فشار رامنځته شي. هغه مونږ ته انرژي راکوي؛ اړتیا ده پوه شو، چې هغه خوندي او په امن کې دی.”
-
تازه خبرونه5 days agoاروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو دفاعي مسوولیت پر غاړه واخلي – امریکا
-
سوداگري4 days agoد پاکستان د مالټې صادرات له بېساري کمښت سره مخ شول
-
تازه خبرونه3 days agoچین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days agoد م.م په دفترونو کې پر افغان ښځو کاري بندیز روان پاتې دی
-
تازه خبرونه5 days agoپه سيمهييزه نښلېدا کې د افغانستان پر ځانګړي رول د نړۍ تازه ټینګار څرګند شو
-
تازه خبرونه4 days agoله نادولتي ښکېلو خواوو سره سیاسي تعامل اړین دی
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
نړۍ17 hours agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
