تازه خبرونه

د پاکستان د پوځ ستر درستيز د سعودي له دفاع وزیر سره وکتل

Published

on

Saudi Gazette
(Last Updated On: زمری ۲۸, ۱۳۹۹)

د سعودي عربستان دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان بن عبدالعزیز د دوشنبې پر ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د پاکستان د پوځ له ستردرستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره پر پوځي مسایلو او سیمه ییز ثبات خبرې کړې دي.

د سعودي خبري آژانس څرګنده کړې، دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو او په ځانګړي توګه پوځي او دفاعي اړخونه څېړلي او د ګډې اندېښنې پر مسلو سربېره یې د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په اړه هم بحث کړی دی.

شهزاده خالد ویلي؛ نن مې له خپل ورور جنرال قمر باجوه سره ولیدل او د دوه اړخیزو اړیکو، پوځي همکاریو او د سیمه ییزامنیت د ساتلو لپاره مو پر ګډ دریځ ټینګار کړی دی.

دا پداسې حال کې ده، چې د دواړو متحدینو ترمنځ له اوږدې مودې راپدیخوا اړیکې خړې پړې شوي او دا ناسته هم له “مخکې پلان شوې وه” خو یوشمېر راپورونه په ډاګه کوي، چې ریاض د کشمېر په سیمه کې د عربستان د څرګندونو په اړه د اسلام آباد نارضایتۍ د کمولو هڅه کړې.

د دې میاشتې په سر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له اسلامي همکاریو سازمان څخه وغوښتل، چې د دې مسلې په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

په هر حال سعودیان بریالي شوي ندي، چې دا کار ترسره کړي او دې کار د اسلام آباد کلک غبرګون راپارولی دی.

قریشي خبرداری ورکړ که او ای سي یا OIC ل دوی سره مرسته ونکړي؛ نو پاکستان به د اسلامي هېوادونو سره غونډه وکړي “چې غواړي د کشمیر په مسله کې د دوی ملاتړ تر لاسه کړي.”

د هغه په ​​وینا، پاکستان تېرکال په مالیزیا کې د سعودي عربستان په کوربتوب په یوه غونډه کې له ګډون  انکار وکړ.

د باجوه د سفر په اړه ډېر لږ جزئیات خپاره شوي؛ خو دیپلوماتیکې سرچینې وايي؛ له ریاض څخه په لیدنه کې جنرال د پاکستان د استخباراتو له مشر فیض حمید سره مل دي او تمه کیږي، چې دواړه د سعودي له لوړ پوړیو چارواکو سره هم وګوري.

 د پاکستان اردو د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې باجوه د دې هېواد له ستر درستیز الراولي بن فرهاد بن ترک السعود سره د پوځي روزنې او پوځي اړیکو په اړه اندونه ښکاره کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار پرون ریاض ته د باجوه له روانیدو دمخه خبریالانو ته ویلي؛ د جزئیاتو “چمتو کولو ته اړتیا نشته او “د خدای شکر، چې هرڅه سم دي.

ښاغلي افتخار زیاته کړې چې پاکستان او خلک یې له سعودي عربستان سره “په خپلو اړیکو ویاړي” او په اړه یې پوښتنې ته هم اړتیا نشته.

پاکستان تېره میاشت له چین څخه د یو ميلیارد دالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

د پاکستان د مالیې وزارت تېره اوونۍ تائید کړه، چې ریاض د تېلو د کریدیت تاسیساتو غزولو لپاره د اسلام آباد غوښتنه په پام کې نیسي، چې د جولای په میاشت کې پای ته ورسیده.

Trending

Exit mobile version