Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستان له زندانونو ۶۶ افغان بندیان خوشي او افغانستان ته راولېږدول شول

خپور شوی

د

په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ د هڅو په پایله کې د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي درېیمه ) د پاکستان د سند ایالت له زندانونو ۶۶ افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شول.

په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل ويلي، له دغو بنديانو څخه ۵۶ يې د کراچۍ له ملير زندان، ۸ د ماشومانو له زندان او دوه يې د سند ايالت د خيرپور له زندانه خوشې شوي دي.

د افغانستان د یادې قونسلګرۍ د څرګندونو له مخې، دغه بنديان د حکومت پر لګښت د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.

تازه خبرونه

د ایران او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو خپلې ټیلیفوني خبرې پر افغانستان راوڅرخولې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عراقچي د دواړو ګاونډ او مسلمانو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او دوستانه اړیکو د غځولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پراخولو لپاره د تهران پر هوډ هم ټینګار څرګند شو.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د وروستیو سیمه‌ییزو پرمختګونو، دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عراقچي د دواړو ګاونډ او مسلمانو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او دوستانه اړیکو د غځولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پراخولو لپاره د تهران پر هوډ هم ټینګار څرګند شو.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په اړه د اندېښنې له څرګندولو سره، هغه د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره د سیمې د اغېزمنو هېوادونو پر همکارۍ د پرله‌پسې خبرو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې هر ډول منځګړیتوب ته د ایران چمتووالی اعلان کړ.

دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د وروستیو خبرو اترو د پایلو په اړه خبرې وکړې او په سیمه کې يې د سولې او ثبات د ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د سیمه‌ییز وضعیت؛ په ځانګړي توګه د افغانستان په اړه خپلې مشورې او اړیکې جاري وساتي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پنجشېر کې پارنده بند ۱۰۰ سلنه بشپړ شو

د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ دا لومړی ځل دی، چې د پنجشېر خلک به له خپلو اوبو څخه تولیدي برښنا وکاروي.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۸, ۱۴۰۴

د پنجشېر والي ویاند ویلي، چې په دې ولایت کې د پارنده بند چارې ۱۰۰ سلنه بشپړې شوي او دا پروژه د ګټې اخیستنې په درشل کې ده.

د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ دا لومړی ځل دی، چې د پنجشېر خلک به له خپلو اوبو څخه تولیدي برښنا وکاروي.

د لټون د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه د اوکراین د برښنا څانګوالو(متخصصینو) او د «انټر ګلوبل میډل ایسټ» شرکت د ۷.۶ میلیون ډالرو پر لګښت ډیزاین او پلې کړې ده.

ویل کیږي، چې دا بند به د څلور میګاواټه برښنا د تولید وړتیا ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د خپل مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، د خبرو په پخوانۍ غونډه کې د اوربند د غځولو او د تېري پر مخنیوي هم هوکړه شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!