تازه خبرونه
د پاکستان له زندانونو ۶۶ افغان بندیان خوشي او افغانستان ته راولېږدول شول
په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ د هڅو په پایله کې د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي درېیمه ) د پاکستان د سند ایالت له زندانونو ۶۶ افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شول.
په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل ويلي، له دغو بنديانو څخه ۵۶ يې د کراچۍ له ملير زندان، ۸ د ماشومانو له زندان او دوه يې د سند ايالت د خيرپور له زندانه خوشې شوي دي.
د افغانستان د یادې قونسلګرۍ د څرګندونو له مخې، دغه بنديان د حکومت پر لګښت د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.
