تازه خبرونه

د پاکستان له ۱۶ کلیو څخه د افغان کډوالو جبري ستنېدا اندېښمن کړي یوو – ملګري ملتونه

د پاکستان حکومت په اګست کې له افغان کډوالو څخه غوښتي وه، چې د “غیرقانوني کډوالو د بېرته ستنولو” پروګرام د یوې برخې په توګه سږکال له پاکستان څخه ووځي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د چارشنبې پر ورځ د پاکستان له ۱۶ کلیو څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو د پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ دا کلي په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتونو کې پراته دي.

د پاکستان حکومت په اګست کې له افغان کډوالو څخه غوښتي وه، چې د “غیرقانوني کډوالو د بېرته ستنولو” پروګرام د یوې برخې په توګه سږکال له پاکستان څخه ووځي.

د دې پرېکړې په ځواب کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) استازې فیلیپا کینډلر ویلي : ” د کډوالو ستنېدا باید منظمه، تدریجي، رضاکارانه، باعزته او په خوندي چاپېریال کې وي او د هغو کسانو حقونو ته باید درناوی وشي، چې ملاتړ او ساتنې ته اړتیا لري.”

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ ډېری کډوال په دې کلیو کې له کلونو راپدېخوا ژوند کوي او هلته یې خپل ژوند جوړ کړی دی او په لنډ وخت کې د دوی جبري ستنول به په افغانستان کې د دوی پر ژوند، معیشت او بیا یوځای کېدا بشپړ منفي اغېز ولري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ هم د افغان ښځو او نجونو د ستنېدا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې په افغانستان کې د زده‌کړې او کار کولو حق له خطر سره مخ دی.

کینډلر زیاته کړې: “پاکستان له ۴۵ کلونو څخه زیات د میلیونونو افغان کډوالو کوربتوب کړی دی. په پاکستان کې اوس هم داسې خلک ژوند کوي، چې که بېرته ستانه شي؛ نو له ځورونې سره به مخ او له دې پروګرام څخه ویستل شي”.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د کډوالو ستنېدل  منظم او پړاویز کړي او هغو افغانانو ته اجازه ورکړي، چې اوس هم نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري.

دې ادارې له اسلام‌آباد څخه وغوښتل: هغو افغانانو ته، چې روغتیايي ستونزې لري، د پوهنتون زده‌کوونکي دي او ګډ ودونه لري؛ د قانوني استوګنې جوازونه ورکړي.

دغه راز د روغتیا نړیوالې ټولنې د یوه نوي راپور له مخې؛ د سپتمبر په دوه‌یمه نیمایي کې ټولټال ۷۳ ۵۶۰ افغانان له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، چې ۳۹ سلنه (۲۸ زره ۶۸۲) یې له پاکستان څخه راستانه شوي دي.

دا شمېره د تېرو دوه اوونیو پر پرتله ۳۵ سلنه کمښت څرګندوي او د نړیوالو بنسټونو د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې د مهاجرت دا لړۍ په سرحدي خوځښتونو کې لنډمهاله بدلونونه وښیي.

Trending

Exit mobile version