Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د پاکستان لومړي وزیر له لوړې سره سم د پیسو له نړیوال صندوق سره د خبرو سپارښتنه وکړه

خپور شوی

د

رویټرز څرګنده کړې، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دوشنبې پر ورځ ( د کب څوارلسمه ) د پارلماني ټاکنو له ناڅرګندو پایلو څه نا څه څلور اوونۍ وروسته د دوه‌یم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.

۷۲ کلن شریف د پاکستان د ولسمشرۍ په دفتر کې د لوړې له مراسمو وروسته خپله دنده یوه ورځ وروسته له هغې پیل کړه، چې پارلمان هغه د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ملاتړو استازیو له اعتراضونو سره – سره لومړی وزیر وټاکه.

د لوړې له مراسمو وروسته د هغه لومړۍ ناسته د هغه د مالي پلاوي سره وه.

د لومړي وزیر دفتر د دوشنبې پر ورځ ناوخته څرګنده کړې، چې دوی ته سپارښتنه شوې، چې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) سره د تمویل د اسانتیاوو په اړه خبرې پیل کړي. اوسنی تړون د اپریل په میاشت کې پای ته رسیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي: مونږ د هېواد د اقتصاد د ښه کولو لپاره سپارښتنه ترلاسه کړې او دا زمونږ د حکومت لومړیتوب دی.

شهباز شریف، چې شروانۍ نومې کرتۍ یې اغوستې وه د ملکي، نظامي، کارکوونکیو او نورو شخصیتونو ناستې ته په داسې حال کې حاضر شو، چې د لوړې مراسم یې له دولتي تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېدل.

د فبرورۍ اتمې ټاکنې د ګرځند انټرنیټ له بندېدو، نیول کېدو، تاوتریخوالي رامنځته کېدو او د پایلو د ځنډ او درغلیو سره مل وې.

د عمران خان ملاتړیو خپلواکو نوماندانو تر ټولو زیاتې څوکۍ ترلاسه کړې؛ خو د پاکستان مسلم لیګ نواز (PML-N) او د پاکستان پیپلز پارټۍ (PPP) د ائتلافي حکومت پر جوړولو موافقه وکړه. د مسلم لیګ (ن) مشري د شهباز شریف مشر ورور او درې ځلي لومړی وزیر نواز شریف کوي؛ خو هغه د لومړي وزیر د څوکۍ د نه‌خپلولو پرېکړه وکړه.

اقتصاد پوهان، پانګوال او بهرني پانګوال اوس د شهباز شریف له‌خوا د کابینې په ځانګړي توګه د مالي چارو مهمې برخې له نږدې څاري. د مالیې راتلونکی وزیر به د نړیوال وجهي صندوق سره د څو میلیارد ډالرو تړون د ترلاسه کولو لپاره د سختو خبرو مشري وکړي.

د مسلم لیګ (ن) سرچینو رویټرز ته ویلي: د مالیې پخوانی وزیر اسحاق ډار، چې څلور ځلې د مالیې وزیر و؛ تر ټولو مخکښ نوماند دی. که څه هم د څو نورو نوماندانو په اړه هم جدي غور کیږي.

په دې مراسمو کې د پاکستان غوره شوي لومړي وزیر ته د ولسمشر عارف علوي له‌خوا لوړه ورکړ شوه.
ویل شوي، چې په دې مراسمو کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او دیپلوماتانو هم حضور درلود.
د راپورونو له مخې د چین ولسمشر شي جین پینګ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په هغو بهرنیو مشرانو کې دي چې شهباز شریف ته یې د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.

سیمه ییز خبرونه

د آی‌اس‌آی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور  محکوم شو.

Published

on

 رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.

د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې له‌خوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.

 

 

 

 

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.

Published

on

تحریک طالبان پاکستان د کرمې په اړوند سیمه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶ پوځیان وژلي او څلور نور ټپیان دي.

د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.

پولیسو زیاته کړې په دې نښته کې د ټي‌ټي‌پي دوه وسلوال هم وژل شوي دي.

پولیس وایي؛ په دې برید کې د ټي ټي پي یو سیمه‌ییز قومندان عثمان خیبري نومی هم وژل شوی دی.

اسلام آباد په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا نیوکه کړې او لکه تل څرګندوي، چې وسلوال له افغان خاورې څخه پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره کار اخلي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او څرګندوي، چې د پاکستان امنیت یوه داخلي مسله ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.

Published

on

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، چې اوسمهال په زندان کې دی؛ زامنو یې د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ورکوي، چې هغه د وروستي ځل لپاره درې اوونۍ مخکې ژوندی لیدل شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.

د هغه زوی قاسم خان ویلي: “نه پوهیږي، چې پلار مو روغ، ټپي یا ان ژوندی دی؛ دا د رواني ځورونې یوه بڼه ده.”

د خان کورنۍ پرله‌پسې د هغه شخصي روغتیا ته د لاسرسي غوښتنه کړې؛ خو د یو کال پر تېرېدو هم دې لاسرسي ته ونه‌رسېدل او د پاکستان کورنیو چارو وزارت دې غوښتنې ته له څه ویلو ډډه کړې. په داسې حال کې، چې د زندان یوه ناڅرګند چارواکي رویټرز ته ویلي، چې خان په ښه روغتیایي حالت کې دی او د بشپړ امنیت لرونکي زندان ته یې د لېږدولو هیڅ پلان نشته.

۷۳ کلن عمران خان د ۲۰۲۳ له اګست راپدېخوا د هغو تورونو له کبله، چې هغه يې سیاسي او غچ اخیستونکی بولي په زندان کې ساتل شوی دی. هغه لومړی په “توشه‌خانه” نومې قضیه کې؛ د لومړي وزارت پر مهال د ډالیو د غیرقانوني پلورلو پر تور ونیول شو. بیا د ډیپلوماټیک سند د افشا کولو له کبله پر ۱۰ کلن بند او د فساد په قضیه کې پر ۱۴ کلن بند محکوم شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند وايي، چې دا دوسیې له سیاسي او ټاکنیز بهیر څخه د عمران خان د لرې کولو لپاره ډیزاین شوې دي.

د خان کورنۍ دا هم ویلي، چې د چارواکو له‌خوا بشپړه چوتیا او د اړیکو نشتوالي اندېښمن کړي او د خلکو له سترګو څخه د هغه د لرې ساتلو لپاره یې د قصدي هڅو احساس رامنځته کړی دی.

قاسم خان زیاته کړې: “دا انزوا قصدي ده. دوی ترې وېره لري. هغه په ​​پاکستان کې ترټولو ګران مشر دی او دوی پوهیږي، چې نشي کولی هغه پر ​​ډیموکراټیک بڼه مات کړي.”

د خان کورنۍ له کورنیو او نړیوالو بشري حقونو ادارو سره اړیکه نیولې او هغه یې د لاسرسي او د محکمې د حکم سمدستي پلي کولو غوښتنه کړې ده.

قاسم خان ویلي:”دا یوازې یوه سیاسي شخړه نده؛ دا د بشري حقونو ناورین هم دی. باید له ټولو خواوو فشار رامنځته شي. هغه مونږ ته انرژي راکوي؛ اړتیا ده پوه شو، چې هغه خوندي او په امن کې دی.”

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!