Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستان لومړی وزیر به روانه اوونۍ مسکو ته سفر وکړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: کب ۳, ۱۴۰۰)

اسلام آباد تېره ورځ په ډاګه کړې، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به روانه اوونۍ په مسکو کې  د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره وګوري.

د پاکستان د لومړي وزیر دغه دوه ورځنی سفر، چې چارشنبې پر ورځ پیلیږي؛ د اوکراین له روان کړکیچه مخکې پلان شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ د سرمشریزې په بهیر کې به دواړه مشران د انرژۍ په اړه د همکارۍ په ګډون پر دوه اړخیزو اړیکو بیا کتنه وکړي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پوتین او عمران خان به د افغانستان د وضعیت پر اړوند مسایلو هم خبرې وکړي.

د پاکستان او روسیې اړیکې په تېرو څو لسیزو کې پر نشت حساب شوي؛ ځکه، چې اسلام آباد د سړې جګړې پر مهال له امریکا ملاتړ وکړ او په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې پر افغانستان د امریکایي ځواکونو له برید  سره سم واشنګټن د ناټو د لوی متحد دریځ وروباښه.

په تېرو څو کلونو کې د امریکا او پاکستان اړیکې د افغانستان له سیاسي شرایطو سره بدلې او د مسکو او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو هیلې راوټوکېدې، چې د ګازو او انرژۍ په برخو کې د پروژو د طرحې په اړه یې همغږي ښکاره بېلګه ده.

عمران خان د دوشنبې پر ورځ په یوه خپره شوې مرکه کې د دې سفر نېټه په ډاګه کړه او له غرب سره د دې سفر اغېزو ته یې ډېر اهمیت ورنکړ.

هغه د پاکستان نیوزویک ته ویلي: دا سفر د اوکراین د اوسني کړکیچ له راڅرګندیدو مخکې پلان شوی و… ما د ولسمشر پوتین بلنه ډېره ژر  ترلاسه کړه.

د یادونې ده، چې دا په تېرو دوه لسیزو کې مسکو ته د یوه پاکستاني مشر لومړی سفر دی.

تازه خبرونه

سراج الدین حقاني له یو شمېر افغان سياسي کارپوهانو او فعالانو سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: تله ۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د دې وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د هېواد له ځینو سیاسي اشخاصو او لیکوالو سره په لیدنه کې د ځينو ستونزو د حل او پرمختګونو په اړه په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په دې لیدنه کې د سیاسي چارو کارپوه حميدالله هوتک د هېواد بېلابېلو سیمو ته د سراج الدین حقاني په ګډون، د مشرانو سفرونه د ملي او سیاسي همغږۍ د روحیې د پياوړتیا لپاره ګټور وبلل او د ولسي حقونو تضمین یې د حکومت مسوولیت یاد کړ.

د غونډې د ګډونوالو د څرګندونو له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت سفرونه د ولس د اقشارو تر منځ د وحدت سبب ګرځېدلي دي.

دغه راز دوی ويلي: له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون باید د کادرونو د رابللو چارې لا ګړندۍ کړي او د پردیو هېوادونو له کمپونو یې را وباسي.

همدارنګه معین ګل څمکني څرګنده کړې: د پردیو توطیو دا هېواد شاوخوا ۴۵ کاله په شخړو کې ښکېل کړی و، چې باید له دې وروسته افغانان د نورو پر لمسون د ناخوالو د رامنځته کولو کوښښ ونه‌کړي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د ګډونوالو د نظرونو له اورېدو او ستاینې وروسته ويلي: د متقابل زغم له لارې ستونزې ختمېدی او د بدبينۍ او نفاق روحیه له منځه تلی شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ملي او اسلامي روحیه د ملت د استحکام بنسټونه دي او تر ټولو ډېره توجه د مثبت ذهنیت جوړښت ته لازمه ده.

هغه وایي: د عصري او ديني علم په نامه د علم تر منځ فاصله ایجادول زمونږ د اکثرو ستونزو لامل ګرځېدلی دی.

دغه راز یې زیاته کړې، چې د فکري اختلاف ستونزه به هم پر مشوره او وحدت حل شي؛ خو مهمه دا ده، چې موجود فرصتونه ضایع نه‌شي.

سراج الدین حقاني د عامه نظم د ټينګښت په اړه ډاډ څرګند کړ او وایي، چې له جوازه پرته څوک وسله ګرزولی نه‌شي او د پوليسو د تشکیلاتو له بشپړاوي وروسته به یې جوازونه او يونیفورم هم بشپړ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د خواړو او درملو ملي ادارې چارسمبالی ایران ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان د خواړو او درملو ملي ادارې چارسمبالی او ورسره مل پلاوی د G5 په غونډه کې د ګډون لپار ایران ته ولاړ.

د افغانستان د خواړو او درملو ملي اداره وايي؛ د دغې ادارې چارسمبالی داکتر عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوی نن پنجشنبه د تلې ۶ نېټه د پېنځه هېوادونو د ډلې په ۲۷ غونډه کې، چې د روغتیا دیپلوماسۍ او د درملو او طبي تجهیزاتو سیستم تر سرلیک لاندې جوړیږي د ګډون لپاره ایران ته روان شو.

د پېنځه هېوادونو د ډلې غونډه د غړیو هېوادونو د درملو او خواړو د ادارې د مشرتابه او د روغتیا نړیوالې ټولنې په حضور کې د دغو هېوادونو د روغتیا د ودې او پراختیا لپاره ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي د مسکو د لوی جومات له ملا امام سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: تله ۶, ۱۴۰۲)

د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته د رسمي سفر په لړ کې د روسیې فدراتیف د لوی مفتي او د مسکو لوی جومات له ملا امام راویل عین الدین سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد ویلي؛ په دې لیدنه کې  مفتي راویل عین الدین د روسیې د مسلمانانو او دیني مراکزو په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړل.

همدارنګه یې د تاتارستان او افغانستان ترمنځ پر تاریخي اړیکو رڼا واچوله، تاتارستان یې د روس او اسلامي نړۍ ترمنځ د اړیکو تار وباله.

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي؛ امید لرم، چې تاسې به د افغانستان او روسیې ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مؤثر او اغېزمن  رول ولوبوئ.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال وايي، اميرخان متقي  د روسيې له عالمانو سره د افغانستان روان حالت او ثبات شريک کړ او له هغوى يې وغوښتل، چې د افغانستان او روسيې ترمنځ د هر اړخيزو اړيکو په پياوړتيا کې همکاري وکړل.

په پای کې مفتي راویل عین الدین د افغانستان او روسیي فدارتیف تر منځ د اړېکو په پوره ښه کیدا کي د مرستې ډاډ څرګند  کړ.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د امریکا استازی به په دې غونډه کې ګډون ونه‌کړي؛ ځکه، چې امریکا د مسکو د فارمټ غړیتوب نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر وایي: زه له دې زیات نه شم ویلی، چې مونږ د مسکو له غونډې خبر یوو؛ خو مونږ د دې فورم غړي نه‌یوو؛ نو د امریکا استازی به په کې ګډون ونه‌کړي.

د روسیې تاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله خبر ورکړی، چې د مسکو په غونډه کې به په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر رامنځته کولو، له ترهګرۍ او نشه‎يي توکو سره پر مبارزې خبرې وشي.

امیر خان متقي د دوشنبې پر ورځ د روسیې د حکومت پر رسمي بلنه د مسکو په غونډه کې، چې ټاکل شوې د جمعې پر ورځ د روسیې په کازان ښار کې جوړه شي؛ د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی. ویل کیږي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه د ګاونډ او سیمې هېوادونو استازي خبرې وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!