Connect with us

نړۍ

د پاکستان مرکزي بانک په تېلو کې د سپما لپاره خپلو کارکوونکیو ته له کوره د کار کولو سپارښتنه وکړه

خپور شوی

د

بلومبرګ د پنجشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د پاکستان مرکزي بانک له خپلو کارمندانو غوښتي، چې د تېلو د سپما کولو لپاره په اوونۍ کې دوه ورځې له کوره انلاین کار او ډېرې ناستې تر سره کړي.

د پاکستان دولتي بانک په خپل تویت کې کارکوونکیو ته ویلي، چې مجازی غونډې، د موټرو درول او د هوا د ککړتیا کمول دې غوره او سفرونه دې محدود کړي.

دغه راز ویل شوي، چې دا کار د تېلو د سپما لپاره د ټینګار وړ ګرزېدلی دی. مونږ د بانکدارۍ صنعت او خپل نور ونډوال هڅوو، چې د امکان تر حده لګښت کم کړي.

د پاکستان حکومت له دې مخکې سپارښتنه کړې، چې د کراچۍ، لاهور، اسلام آباد او راولپنډۍ په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې د مالونو پلور او فابریکې ژر تر ژره وتړي او کاري اوونۍ یوه ورځ راکمه کړي.

د بلومبرګ په راپور کې زیاته شوې، چې د لومړي وزیر شهباز شریف ادارې له یوې میاشتې څخه په لږ وخت کې د تېلو نرخونه ۸۳ سلنه لوړ کړي؛ ځکه، چې هغه د سبسایډي مخنیوي او له پیسو نړیوال صندوق څخه مرسته تر لاسه کړي.

د پاکستان د احصائې د معلوماتو له مخې، د سویلي آسیا دې هېواد ته د انرژۍ اړتیا په لویه کچه د وارداتو له لارې پوره کیږي او د جولای - می په میاشت کې د تېلو واردات ۹۹ سلنه ډېر شوي دي.

نړۍ

ټرمپ د انټوني بلینکن او جیک سالیوان امنیتي باور لیکونه لغوه کړل

رویټرز راپور ورکړی؛ دا اقدام یوه ورځ له هغې وروسته تر سره کیږي، چې ټرمپ وویل: هغه د مخکیني ولسمشر جو بایډن امنیتي باور لیک لغوه کړ او ورځني استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی یې هم ترې پرې کړی دی.

Published

on

د سپینې ماڼۍ چارواکو د شنبې پر ورځ ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت د پخواني وزیر انټوني بلینکن او د ملي امنیت د پخواني سلاکار جیک سالیوان امنیتي باور لیکونه لغوه کړي دي.

رویټرز راپور ورکړی؛ دا اقدام یوه ورځ له هغې وروسته تر سره کیږي، چې ټرمپ وویل: هغه د مخکیني ولسمشر جو بایډن امنیتي باور لیک لغوه کړ او ورځني استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی یې هم ترې پرې کړی دی.

چارواکو د شنبې پر ورځ ویلي، چې ټرمپ د بایډن د مرستیالې لویې څارنوالې لیزا موناکو لپاره امنیتي باور لیکونه هم لغوه کړل؛ چا، چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه د ټرمپ د ملاتړو لخوا د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د بریدونو په اړه د عدلیې وزارت د غبرګون په همغږۍ کې مرسته کړې وه.

دوی ویلي، چې ټرمپ د نیویارک د لویې څارنوالۍ د څارنوالې لټیتیا جیمز او د مانهاټن د سیمې د څارنوال آلون براګ اعتبار لیکونه هم لغوه کړل، چې دواړه د ټرمپ پر وړاندې د قضیو مشري کوله.

که څه هم د باور لغوه کول ممکن سمدستي اغېزې ونلري؛ دا په واشنګټن کې د مخ پر زیاتېدونکي اختلاف یوه بله نښه ده. د امریکا پخوانیو ولسمشرانو په دودیز ډول امنیتي ناستې تر سره کولې، چې وکولی شي اوسنیو ولسمشرانو ته د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ په اړه مشوره ورکړي.

په ۲۰۲۱ کال کې بایډن ، چې هغه مهال ولسمشر و د ټرمپ امنیتي باورلیک لغوه کړ.

د امریکا دفاع وزیر پیټ هیکزټ تېره میاشت د متقاعد ستر درستیز او د ګډو ځواکونو د پخواني مشر مارک میلي شخصي امنیتي باور لیکونه هم لغوه کړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ میلي، چې د ټرمپ د لومړي پېر په ځینو برخو کې یې د امریکا د لوړ پوړي پوځي افسر دنده ترسره کړې، د بایډن په حکومت کې یې د هغه یو له مخکښو منتقدینو څخه و. کله، چې هغه په ​​۲۰۲۳ کال کې د ۴ ستورو د لرونکي جنرال په توګه متقاعد شو.

د بایډن ډېری ډیپلوماټانو د ټرمپ له نويو چارواکو سره د جنورۍ له شلمې (د ټرمپ له واک اخیستلو) په مخکینیو اوونیو کې د اوکراین او روسیې د جګړې په ګډون پر مسایلو ګډ کار کړی و.

ویل کیږي، چې انټونیو بلینکن سمدستي په دې اړه تبصره نده کړې.

Continue Reading

نړۍ

ټرمپ به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د امریکا د وتلو فرمان لاسلیک کړي

په راپور کې راغلي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ له بنیامین نتانیاهو سره له لیدنې مخکې دا اجرائیوي فرمان صادروي، چې له مخې به یې امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووځي او د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (آنروا) ته هم مرستې دروي.

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه وځي او د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA آنروا ) ته خپلې مرستې بندوي، چې ورسره به د ډونالډ ټرمپ د پخواني حکومت پالیسۍ بیا راژوندۍ شي.

په راپور کې راغلي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ له بنیامین نتانیاهو سره له لیدنې مخکې دا اجرائیوي فرمان صادروي، چې له مخې به یې امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووځي او د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (آنروا) ته هم مرستې دروي.

امریکا له کلونو راپدېخوا د بشري حقونو شورا تورنه کړې، چې نه یوازې د اسرائیلو ملاتړ کوي، بلکې د هغو حکومتونو ملاتړ ته هم وردانګي، چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

دا کار له هغې وروسته تر سره کیږي، چې د بایډن حکومت د ملګرو ملتونو د منځني ختیځ د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستې او کار ادارې (UNRWA) ته له تمویل کمولو وروسته، چې ځینې کارمندان یې د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس په برید کې ښکېل ول؛ ودروي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې د اجرائیوي فرمان لاسلیک تر سې‌شنبې پورې ځنډول شوی دی.

له دې مخکې د ټرمپ حکومت د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) چې په بهر کې یې د بشري حقونو ملاتړ هم کاوه. د دې اندېښنو په اړه، چې آیا دا د ټرمپ له "امریکا لومړی" پالیسۍ سره مطابقت لري؛ غور کوي او دا، چې پیسې یې څنګه لګول کیږي تر پوښتنې لاندې نیولې ده.

( آنروا ) د غزې خلکو ته د مرستې رسولو اصلي اداره ده، چې د اوکټوبر د اوومې له برید وروسته په سیمه کې د اسرائیلو د برید له کبله رامنځته شوي؛ بشري ناورین ته د لاسرسي لپاره فعالیت کوي. ملګرو ملتونو په تېر اوړی کې څو کارکوونکي له هغې وروسته له دندې ګوښه کړل، چې یوې داخلي څېړنې پر اسرائیلو د حماس په برید کې ښکېل وګنل.

د ملګرو ملتونو ویاند سمدلاسه په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنکړ.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې د بشري حقونو شورا "خپل هدف ندی ترلاسه کړی او د هغو هېوادونو لپاره د ساتونکي په توګه کارول کیږي، چې له بشري حقونو وحشتناکه سرغړونې کوي" او د اسرائیلو پر وړاندې یې دریځ هم وغانده.

امریکا د UNRWA ترټولو لوی مرسته کوونکی و، چې په کال کې یې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ میلیون ډالر ورکول؛ خو د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۴ په جنوري کې دا تمویل ودراوه. هغه وخت، چې اسرائیلو د UNRWA شاوخوا ۱۲ کارمندان د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه د حماس په برید کې پر ګډون تورن کړل؛ په غزه کې جګړه رامنځته شوه.

Continue Reading

نړۍ

نتانیاهو له ټرمپ سره د اړیکو ټینګولو لپاره واشنګټن ته ولاړ

له تېرې میاشتې راپدېخوا، چې ټرمپ واک ته رسیدلی؛ نتانیاهو لومړنی بهرنی استازی دی، چې ور سره لیدنه کوي؛ ځکه، چې په غزه کې اوربند اوس هم روان دی او تمه ده، چې د دوه‌یم پړاو لپاره خبرې اترې به په دې اوونۍ کې پیل شي.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د یکشنبې پر ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره چمتووالی نیولی، چې د غزې د جګړې په اړه د سپینې ماڼۍ له پخوانۍ ادارې سره له تاوتریخوالي وروسته نوې اړیکې پیاوړې کړي.

له تېرې میاشتې راپدېخوا، چې ټرمپ واک ته رسیدلی؛ نتانیاهو لومړنی بهرنی استازی دی، چې ور سره لیدنه کوي؛ ځکه، چې په غزه کې اوربند اوس هم روان دی او تمه ده، چې د دوه‌یم پړاو لپاره خبرې اترې به په دې اوونۍ کې پیل شي.

هغه له روانېدو مخکې په هوایي ډګر کې ویلي: " په جګړه کې زمونږ پرېکړې؛ د منځني ختیځ څېره بدله کړی ده. زمونږ پرېکړو او زمونږ د سرتېرو زړورتیا د سیمې نقشه بیا جوړه کړې؛ خو زه باور لرم، چې له ولسمشر ټرمپ سره به پر نږدې کار کولو مونږ وکولی شو بیا یې ښه جوړه کړو. "

په راپور کې راغلي: په غزه کې د جنګي جرمونو پر تور د نړیوالې جنایي محکمې لخوا نه یوازې د نتانیاهو د نیولو امر وشو، بلکې له جو بایډن سره یې اړیکې ترینګلې کړي او د ۲۰۲۲ کال په پای کې واک ته له راستنېدو راپدېخوا یې سپینې ماڼۍ ته هم سفر ندی کړی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!