تازه خبرونه

د پاکستان وضعیت بحراني دی او بیا سمون ته اړتیا لري- زلمی خلیلزاد

خلیلزاد د چارشنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، پاکستان د بهرني سیاست په ځینو برخو کې بریاوې لرلې دي؛ خو پوښتنه یې کړې:« آیا خلک او خپله پاکستان نن د درې کاله مخکې پر پرتله ښه وضعیت لري؟»

Published

on

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د عمران خان د زنداني کېدو د درېیمې کلیزې پر مناسبت په یوه پیغام کې ویلي؛ اصلي پوښتنه دا ده، چې آیا د نوموړي زنداني کېدا پاکستان ته ګټه رسولې او که نه؟

خلیلزاد د چارشنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، پاکستان د بهرني سیاست په ځینو برخو کې بریاوې لرلې دي؛ خو پوښتنه یې کړې:« آیا خلک او خپله پاکستان نن د درې کاله مخکې پر پرتله ښه وضعیت لري؟»

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پوښتنې ځواب«پر څرګنده منفي» دی.

هغه زیاته کړې، د پاکستان اقتصاد په ټینګ وضعیت کې نه‌دی او حکومت یې د بېړنۍ مالي مرستې په لټه کې دی.

خلیلزاد ویلي، بلوچستان د بشپړ بغاوت پړاو ته داخل شوی، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر له تاوتریخوالي سره مخ دی او خیبر پښتونخوا هم ورته وضعیت لري.

خلیلزاد زیاته کړې، د بهرني سیاست په برخه کې هم ناکامۍ لیدل کېږي او د پاکستان اړیکې له افغانستان او هند سره خرابې شوې دي.

هغه ټینګار کړی، چې د پاکستان عمومي وضعیت«بحراني» دی او دغه هېواد «بیا سمون» ته اړتیا لري؛ هغه څه، چې پر خبره یې کورنۍ پخلاینه او کورنی جوړجاړی هم رانغاړي.

Trending

Exit mobile version