تازه خبرونه
د پاکستان پر سفارت برید کوونکي به عدالت ته راکاږل شي – متقي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خپل پاکستاني سیال بلاول بوتو زرداري ته تیلیفوني ډاډ ورکړی، چې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د پروني برید عاملین به د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
پولیسو ویلي، چې ډزې له یوې ودانۍ شوي او یو شکمن کس نیول شوی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د دغه برید د غندلو تر ځنګ، بلاول بوتو زرداري ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د سفارت امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت د پیوستون او خواخوږۍ له کبله مننه کړې او ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د پاکستان د دیپلوماتیک پرسونل خوندیتوب او ساتنه خورا اړینه ده. افغان حکومت باید د ترهګرو مخه ونیسي؛ ځکه، چې هغو غواړي د پاکستان او افغانستان اړیکې خرابې کړي.
زرداري همدا راز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان پر ټینګې ژمنې ټینګار وکړ او څرګندوي، چې پاکستان به د دغه ډول بزدلانه بریدونو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ له کابله د سفارت د تړلو یا د دیپلوماتانو د ایستلو کوم پلان نلري.
تازه خبرونه
هالندي ځواکونه په افغانستان کې له یوه بریده ژوندي پاتې کسانو ته تاوان ورکوي

د هالند حکومت اعلان کړی، چې په افغانستان کې د هالندي ځواکونو لخوا د ۲۰ ملکي وګړیو د وژل کېدو په اړه به د محکمې د پرېکړې پر وړاندې استیناف غوښتنه ونکړي.
د اسوشیېتد پرس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د هاګ ښار یوې سیمه ییزې محکمې د تېر کال په نومبر میاشت کې د هالند له حکومته وغوښتل، چې د روزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې د ۲۰۰۷ ز. کال له هوایي بریده ژوندي پاتې شویو کسانو ته تاوان ورکړي.
د هالند دفاع وزارت هغه مهال ادعا وکړه وه، چې د هوايي برید له کبله په نښه شوې ودانۍ کې د اسلامي امارت ځواکونه ول؛ خو محکمې په ډاګه کړې؛ د هالند پوځ دومره معلومات نلرل، چې دغه ځای پر نښه کړي.
د هالند دفاع وزیر کایسا اولونګرین د جمعې په ورځ د خپل هېواد د پارلمان غړیو ته په یوه لیک کې څرګنده کړې، چې له پېښې ۱۵ کاله تېر شوي او اوس د وضاحت لپاره ډېر اسناد نشته.
هغه وایي، چې دوی به د محکمې د پرېکړې په اړه استیناف غوښتنه ونکړي او د رامنځته شویو زیانونو تاوان به ورکړي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت دې د رسمیت پېژندلو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي ویلي، که طالبان( اسلامي امارت) د نړیوالې ټولنې لخوا پر رسمیت پېژندل غواړي؛ نو باید خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي ویلي، چې اسلامي امارت له خپلو ژمنو څخه پر سرغړونه ځانونه نور هم منزوي کوي او د طالبانو دا کړنې به خپلې پایلې هم ولري.
جان کربي له امریکا غږ سره په مرکه کې څرګنده کړې: دوی (اسلامي امارت) غواړي، چې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي او دوی په دې اړه ژمنې هم کړي. دوی په دوحه کې ژمنه وکړه او د کابل له نیولو وروسته یې په ځانګړې توګه ژمنه وکړه، چې په مسوولانه ډول به حکومت کوي او په افغانستان کې د ښځو او نجونو پرمختګ ته درناوی کوي؛ خو مونږ ګورو، چې اوس دوی له دې ژمنو څخه سرغړونه کوي.
هغه زیاته کړې: له همدې کبله که طالبان (اسلامي امارت) وغواړي، چې مشروع وګڼل شي، که غواړي د نړیوالې ټولنې لخوا پر رسمیت وپیژندل شي، که غواړئ، چې په خپل هېواد کې د مالي مرستې او پانګونې غوښتونکي وي؛ نو باید خپلې ژمنې پوره او عمل پرې وکړئ.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا امریکا په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت پر مبارزه قانع دی؛ کربي ویلي، چې اسلامي امارت یې باید ځواب ورکړي.
هغه دا هم په ډاګه کړې: دوی (اسلامي امارت) په افغانستان کې د داعش تر دوامداره ګواښ لاندې دی. دوی څنګه او کله د داعش پر ضد عملیات کوي او یا یې څنګه تعقیبوي. دوی (اسلامي امارت) باید په دې اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل د داعش د ځپلو او د هغو د هڅو د مخنیوي غږ پورته کړی او وایي د؛
که نړيواله ټولنه غواړي، چې وضعيت ښه شي، اندېښنو او ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي، نړۍ باید له اسلامي امارت سره اړيکې ټينګې کړي او پر رسميت یې وپېژني.
تازه خبرونه
مسکو راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د امنیتي غونډې کوربتوب کوي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د جمعې پر ورځ تاس خبري آژانس ته څرګنده کړې، چې راتلونکې اوونۍ به په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د امنیتي چارواکو په ګډون د یوې ناستې کوبتوب وکړي.
د افغانستان په اړه د لوړپوړیو امنیتي چارواکو ترمنځ د څو اړخیزو سلامشورو د څلورم پړاو کوربتوب تېر په مې میاشت کې تاجکستان کړی و.
روسیه په داسې حال کې د سیمې د هېوادونو د راتلونکې امنیتي غونډې ناستې کوربتوب ته چمتووالی نیسي، چې دغه هېواد تل په افغانستان کې د داعش پر شتون اندېښنه ښودلې ده.
کابلوف شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې ویلي وه، چې په افغانستان کې د داعش حضور نه یوازې د منځنۍ آسیا د هېوادونو او د افغانستان د نورو ګاونډ هېوادونو د ثبات لپاره، بلکې د روسیې د امنیت پر ضد هم دی.
اسلامي امارت څو ځله ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد نه کارول کېږي.
-
تازه خبرونه4 days ago
د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون له زیانمنونکیو افغانانو سره خپلې مرستې روانې ساتي
-
تازه خبرونه4 days ago
افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیوال شاخص کې له ډېرو هېوادونو مخکې شو
-
نړۍ5 days ago
د پېښور په جومات کې د چاودنې د قربانیانو شمېر ۸۷ کسانو ته ورسېد
-
نړۍ4 days ago
په ۲۰۲۵ ز. کال کې د امریکا او چین د جګړې شونتیا ډېره ده ـ امریکایي جنرال
-
تازه خبرونه2 days ago
امریکا د اسلامي امارت ځینو چارواکو ته د ویزو پر ورکولو بندیز ولګاوه
-
سوداگري2 days ago
د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له لارې ترانسپورتي لېږد رالېږد وځنډول شو
-
لوبی3 days ago
آریانا تلویزیون د افغانستان فتسال غوره لیګ سیالۍ خپروي
-
سوداگري3 days ago
ایران په افغانستان کې د سوداګریزې پانګونې په لټه کې دی