سیمه ییز خبرونه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ښوونځي پر بس ځانمرګي برید کړی
د پاکستان پوځ او لومړي وزیر شهباز شریف په یوه بېړنۍ خبرپاڼه کې د تاوتریخوالي غندنه وکړه او “د هند نیابتي ترهګر ځواکونه” یې په دې برید کې پر لاس لرلو تورن کړل.
د سیمې چارواکو ویلي، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ښوونځي پر یوه بس ځانمرګي د درې ماشومانو په ګډون پېنځه کسان ووژل.
رویټرز راپور ورکړ، چې د پاکستان پوځ د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ په بلوچستان ایالت کې د حربي ښوونځي پر یوه بس د ځانمرګي برید له کبله لږ تر لږه درې ماشومان ووژل شول.
پاکستان د دې برید پړه پر هندي لاسپوڅو ډلو واچوله.
د دې ایالت د خضدار ولسوالۍ والي یاسر اقبال د پېښې په اړه ویلي: “شاوخوا ۴۰ زدهکونکي په دې بس کې سپاره او د پوځ لخوا اداره کېدونکي ښوونځي ته روان ول او څو کسان یې ټپیان هم شول.”
د پاکستان پوځ او لومړي وزیر شهباز شریف په یوه بېړنۍ خبرپاڼه کې د تاوتریخوالي غندنه وکړه او “د هند نیابتي ترهګر ځواکونه” یې په دې برید کې پر لاس لرلو تورن کړل.
د پوځ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې برید کې لږ تر لږه درې ماشومان او دوه لویان وژل شوي دي.
هغه تورونه، چې پاکستان پر هند لګولي دي؛ هغې جګړې ته نغوته(اشاره) کوي، چې دواړو حکومتونو دوه اوونۍ وړاندې د یو بل پر وړاندې کړې وه. د هند او پاکستان لخوا پر پوځي او ملکي سیمو په متقابلو بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.
د بلوچستان د آزادۍ پوځ (BLA) په بلوچستان کې د ډېرو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په داسې حال کې، چې اسلامآباد وايي؛ هند له دې وسلوالې ډلې ملاتړ کوي.
هند د پاکستان تورونه رد کړل.
هند په نوي ډیلي کې د پاکستان د عالي کمیشنرۍ دوهیم چارواکی هم د یوې اوونۍ په بهیر کې په دې دلیل ، چې “له خپل رسمي حیثیت څخه یې پورته افراطي هڅې کولې” هم له دندې ګوښه کړ.
ویل کیږي، چې د پاکستان شارژدافیر احضار شوی او خبرداری ورکړ شوی؛ ډاډ ترلاسه کړي، چې پاکستاني چارواکي له خپلو امتیازاتو او مقام څخه ناوړه ګټه پورته نکړي.
